اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان او ازبكستان ترمينځه تجارتي روابط لا زياتولو او بېلو څنګو كښې د سرمايه كارۍ نوې موقعې په لټولو زور راوړې دې ۔ده دا خبره د ازبكستان سفير فرقت صديقوف سره په پارليمڼت هاؤس كښې د ګل په ورځ د ملاقات په مهال كړی۔سفير ته هركلي كولو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئېل پاكستان ازبكستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او زمونږ خواهش دے چې دا اړيكې پھ بېلو څانګو كښې لا پراخه كړې شي۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليماني٬تجارتي٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې تنظيم ودې لپاره د رود مېپ جوړولو په ضرورت زور راوړلې شو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په پارليماني كچه د رابطه كارۍ لا ښه كولو ضرورت دے ۔صادق سنجراني ووئيل پاكستان او ازبكستان په نړيواله او د منطقې په كچه په بېلو فورمونو كښې د يو بل د دريځ ملاتړ كړی او د منطقې پائيدار امن او پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د دواړو هېوادونو وژن شريك دے ۔د ازبكستان سفير د سېنېټ چيئرمېن مننه كولو سره ووئېل په منطقه كښې پائيدار امن د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لارې هواري كړي۔د سېنېټ چيئرمېن د ازبكستان پارليمان٬اولس او حكومت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه كولو سره هيله څرګند كړه چې دواړه هېوادونه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي كولو لپاره به هڅې روانې ساتي
متعلقہ مضامین
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
PTI urges CEC to stop Hamza Shehbaz from working as CM
-
Threat alert: Sindh govt to impose section 144 across province
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
Sherry underlines little recognition of persistently growing inequality throughout world
-
Police detain PTI leaders Ijaz Chaudhry, Mehmood ur Rasheed ahead of ‘Azadi March’
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Long march is against establishment, not govt