اسلام آباد 24 اپرېل (اے پي پي)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني وئېلي دي پاكستان او سعودي عرب د دوستۍ په لازواله خپلولۍ تړلې شوي٬د تجارت او سرمايه كارۍ په اړه دوه ا ړخيزه مرستې ته ودې وركولو لپاره پراخا ګنجائش موجود دے٬سعودي سرمايه كار پھ پاكستان كښې د سرمايه كارۍ موقعو څخه استفاده كولې شي۔د سېنېټ چيئرمېن د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د سعودي پلاوي پارليمنټ هاؤس ته په راتګ او د سعودي شوری كونسل چيئرمېن ډاكټر عبدالله بن محمد بن ابراهيم الشېخ سره په پارليمنټ هاؤس كښې د ملاقات په مهال كړې۔پھ ملاقات كښې د شريكې خوښې چارو پشمول په مهمو معاملاتو هم تفصيلي خبرې شوې۔د ملاقات پھ مهال د حكومتي ډلې مشر سناتور شبلي فراز٬ د مخالفې ډلې مشر سناتور راجه محمد ظفر الحق٬ سناوره شيري رحمان او نور غړي موجود وو۔د سېنېټ چيئرمېن پھ دفاعي څانګو كښې مرسته هم مهم وګرځوله۔ده ووئيل د دواړو هېوادونو د دفاع په څانګه كښې مرستې لپاره پھ مفاهمتي يادښتونو لاس ليك هم شوې۔د سېنېټ چيئرمېن د سعودي عرب ولي عهد د پاكستان دوره هم د دواړو هېوادونو لپاره مهمه ګرځولې۔د سېنېټ چيئرمېن د سعودي ولي عهد لخوا د پاكستاني بنديوانانو راخوشې كولو پريكړه يو مثبت اقدام وګرځولو ۔دغسې سېنېټ چيئرمېن د پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د سپريم كوآرډينېشن كونسل قيام خوشبينه ګرځولې۔ ده ووئېل د پاكستانيانو لپاره د حج كوټه زياتول او ويزا فيس كښې د كمي پريكړې هم هركلے كوو۔دسې سعودي شوریٰ كونسل چيئرمېن د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني مننه وكړه۔د سعودي د شوری كونسل چيئرمېن ووئيل پاكستان د سعودي عرب لپاره
متعلقہ مضامین
-
KCFR signs MoU with SACC to strengthen economic relations
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
Donald Blome appointed as US ambassador to Pakistan
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
KP government to provide facilities to TMAs
-
All institutions should carry out development work on Kartarpur: ETPB
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Sherry underlines little recognition of persistently growing inequality throughout world
-
Sherry underlines little recognition of persistently growing inequality throughout world
-
90pc of Sherani’s forest fires contained: Farah
-
Long march ‘test’ for judges and ‘neutrals’
-
Saudi Arabia expands US$3b deposit to Pakistan