اسلام آباد ۔ 3 اپرېل (اے پی پی) د وزيراعظم عمران خان د سياسي چارو صلاحكار نديم افضل چن وئيلي دي ماشومانو سره زياتې د ټولنې په مخ يو بد رنګه داغ دے۔ د ماشومانو ساتنې له به ټولنې له خپل كردار ترسره كول وي۔ ده د شورؤ په ورځ د غېر سرکاری تنظیم ساحل لخوا ماشومانو سره د زياتي پېښو په اړه د وړاندې كړې شوي راپور دستورې ته خطاب كولو۔ ده ووئيل كوچنيانو سره د زياتي په اړه د راپور شوو كېسونو په مقابل كښې نورې پېښې ډېرې زياتې دي۔ زياتره پېښې نه رامخې ته كېږي۔ په كلي والو سيمو كښې كوچنيانو ته په دې اړه تعليم يا معلومات نه وركړې كېږي ۔ ده ووئيل زمونږ ټولنې له به په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كول وي او ميډيا له به هم د ټولنې خبرتيا له پروګرامونه وړاندې كول وي۔ ندیم افضل چن ووئيل په كورونو كښی كار كوؤنكي ماشومان زيات ځپلې شي۔ ده ووئيل حكومت په هره كچه مرستې كولو له چمتو دے۔ راپور كښې وئيلي شوي په كال 2018ء كښې د زياتي په كېسونو كښی اضافه رامخې ته شوې۔ د زياتي ښكار ماشومانو كښې 25 فيصده انجونه دي۔ كومو كښې چې د زياترو عمرونه 11 څخه تر 15 كلونو دي۔ په كال 2018ء كښې زياتره د رېپ كېسوه راپور شوي ۔ د ساحل راپور ترمخه دې كېسونه كښې زياتره كوچنيانو ته نزدې كسان ككړ وموندلې شول۔ تر ټولو زيات كېسونه پنډۍ كښې راپور كړې شوي ۔ دغسې صوبو كښې پنجاب او سندھ كښې زيات كېسونه راپور شوي ۔ د ساحل د راپور ترمخه په كال 2019ء كښې تر دې دمه 92 كوچنيان زياتي سره مخ كېدو نه وروستو ووژلې شول۔ هره ورځ نزدې لس كوچنيان زياتي سره مخ كېږي۔ دغسې د ګېنګ رېپ 156 كېسونه راپور شوي دي ۔
متعلقہ مضامین
-
Balochistan CM decries uncontrolled forest fire in Musakhel
-
ANP delegation visits PPP secretariat
-
APHC leaders pay tributes to martyred youth in Shopian
-
LHC grants bail to Asif Hashmi in record tampering case
-
TAVI workshop held at GIMS Khairpur
-
KP CM foresees general elections very soon
-
TV channels warned against broadcast of negative, insulting material
-
Govt strives to create business conducive environment: Marriyum Aurangzeb
-
LHC grants bail to Asif Hashmi in record tampering case
-
Govt strives to create business conducive environment: Marriyum Aurangzeb
-
LHC orders to remove Section 7 of ATA from Chung gang-rape case
-
FM condoles with UAE President on demise of Sheikh Khalifa