دندلی /تته پانی۔ 09 مارچ (اے پی پی) د آزاد جموں وكشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي تته پاني څخه تر منګله او چړي كوټ څخه تر كوهاله سيمه د پاكستان دفاعي قلعه ده او په لائن آف كنټرول وسېدونكي 5 لكه 40 زره وګړي د پاكستان بې وردۍ سپاهيان دي۔ د هندي ځواك د ګولو ښكار شوي او ځپلې شوي به بې آسرې پرېښودلې نه شي۔ د حكومتي چارواكي او انتظاميه به يو يو وګړي ته ځان رسوي او د دوئي خيال ساتلو له به ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔ تته پاني او دندلي كښې د كنټرول لائن ځپليو غونډې ته خطاب كښې ده ووئيل د پاکستان ددفاع او سلامتيا په ضد د دښمن هر سازش به ناكامه كولې شي۔ ده ووئيل د پاك پوځ يو سپاهي د دشمن د ټول پوځ نه زيات قوي دې ځكه چې دې جذبې سره جنګ كوي او وطن لپاره د ځان قرباني وركول دې خپله كاميابي ګڼي۔ ده ووئيل داسې جذبې ته څوك ماتې وركولې نه شي۔ ده ووئيل هند د پلوامه پېښې څخه وروستو په پاكستان د دروغو تورونو لګولو سره بريد وكړو د كومې چې پاكستان مجبوراً ځواب وركړو۔ ده ووئيل په كوم ډول چې پاكستان ځواب وركړو هغې ټوله نړۍ كښې د پاكستان عزت زيات كړو۔ د پاكستان د ځواب نه وروستو د هندي ځواك افسر په دې وئيلو مجبور شو چې د پاكستان پوځ يو پېشه ور پوځ دے۔ ده ووئيل د پاكستان او آ زاد كشمير اولس يو موټي دي او خپلو ځواكونو سره سم ولاړ دي۔ ده ووئيل مونږ د نبي كريم (ص) اتباع كوؤنكې يوو او د هغه په مبارك سنت روان يو۔ چا چې د يو څو سوؤنو مجاهدينو په مرسته د زرګونو په شمېر لښكرو ته ماتې وركړې وه۔ ده په دې مهال د پاك پوځ د مړانې او د هغوي د قربانيو او سخت محنت هم ستائنه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan dispatches second tranche of relief items for Afghanistan
-
Imran dragging state institutions into politics to escape from Tosha Khana scandal: PMLN leader
-
Nawaz Sharif calls PML-N meeting in London
-
Imran has no moral ground to seek SC intervention on Cheema’s removal: Marriyum
-
Imran Khan not to be arrested for holding public rallies: Javed Latif
-
Patel chairs meeting to review Covid situation
-
Role of media important in maintaining close liaison between public and parliament: NA Speaker
-
PMLN lawmaker says PTI trying to derail democratic process
-
IG Punjab takes notice of murders
-
IG Punjab takes notice of murders
-
Delay in projects completion irks Balochistan CM
-
Punjab AG requests ‘all forces’ to intervene