قصور ۔ 2 مارچ (اے پی پی) پخواني خارجه وزير او د پاكستان تحريك انصاف لارښودو سردار آصف احمد علي وئيلي دي وزيراعظم عمران خان د خېر سګالۍ جذبې ترمخه نيولې شوې هندي پائيلوټ ابھي نندن خوشې كولو سره د يو غوره سياسي لارښودو كېدو ثبوت وركړې او نړيوالې ورورولۍ د پاكستاني حكومت ددې غوره او مهمې پرېكړې هركلې كړې دې۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په خپل كور د ميډيا نمائندګانو سره خبرو كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف مشرتابه عقلمنده ده او وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمينځھ د تاؤ تريخوالي په سخته وضعه كښې دا پرېكړه كولو سره ثابت كړې ده چې پاكستان امن خوښوونكې هېواد دې او او امن ته وده وركوي۔ ده ووئيل د پارلمان په شريكه غونډه كښې د ټولو سياسي ګوندونو د پاكستان سلامتيا او خپلواكۍ لپاره يو موټې كېدو د پاك پوځ حوصله لا پورته كړې ده۔ ده زياته كړه چې د پاك او هند ترمينحه د تاؤ تريخوالي سختې وضعې په مهال د عمران خان قام ته خطاب د غېرتمند پاكستاني قوم د زړونو ترجماني وه۔ ده ووئيل دا مهال د هند كمانډ د مخلصو مشرانو په لاس كښې دې۔ ده ووئيل ټول قام د وسله والو ځواكونو په شا ولاړ دے۔
متعلقہ مضامین
-
27 dams completion in Balochistan to enhance irrigation network
-
Stallholders, public advised against littering environs
-
Police lauded for ensuring law & order during NA session
-
Jalebi a popular sweet attracts Peshawarties ahead of Iftar
-
Yousaf Naseem Khokhar refuses to become chief secretary Punjab: sources
-
ANF recovers over 57kg drugs
-
Imran Khan to visit parliament house tomorrow : Sources
-
Imran Khan to visit parliament house tomorrow : Sources
-
PTI takes out protest rallies across country
-
NA to elect new leader of the house today
-
LHC to take up Punjab CM polls case
-
PTI, PML-N supporters record protest in London