اسلام آباد 26 فروري(اے پي پي) د وفاق المدارس العربیه پاکستان مشرانو وئيلي دي جنګ غوښتل نه دي پكار خو كه مسلط كړې شي نو بيا دښمن ته عبرتناكه ماتې وركول پكار وي٬ هند ته به په منطقه كښې د تهاڼېدار جوړېدو هڅې ګرانې پريوځي٬ قام دې د اتحاد او يوالي څرګندونه وكړي۔ د وفاق المدارس العربیه پاکستان وياند له مخې مولانا ډاکٹر عبدالرزاق سکندر، مولانا انوار الحق، مولانا مفتی محمد رفیع عثماني او مولانا محمد حنیف جالندھري په شريكه توګه د هند په يرغل د خپل غبرګون څرګندونه كولو سره وئيلي دي د هند يرغل د هندي جنګي جنون څرګندونه ده كوم چې به دوي لپاره تباه كن وګرځي۔ دوي ووئيل پاك پوځ دې دښمن ته ځواب وركړي ټول قام ئې پشا ولاړ دے۔ دوي ووئيل د جنګ خواهش نه دې پكار خو كه جنګ مسلط كړې شي نو بيا د جهاد جذبې ٬ د ايمان غېرت او د بهادرۍ څرګندونه پكار ده ۔ د وفاق المدارس مشرانو قام ته غږ كړې چې ھغوي د اتحاد او يوالي څرګندونه وكړي
متعلقہ مضامین
-
Some opp leaders ‘part of global conspiracy’ to topple govt: Fawad
-
Governor Punjab accepts CM Buzdar’s resignation; calls PA session tomorrow
-
PTI fulfills promise of power devolution to grassroots level: Governor
-
PML-N and PTI wins one seat each of Tehsil mayor in distt Mansehra
-
PRC organizes meeting with prison authorities in Sindh
-
Faithful to observe aitakaf in Ramzan
-
Pakistan can reduce poverty through e-commerce: experts
-
Press clubs play pivotal role in affairs of journalists: Farrukh
-
‘Establishment did not ask me to take a way out’, says PM Imran Khan
-
Minister inaugurates development plan for housing schemes
-
Pakistanis martyred in Congo chopper crash are ‘valiant heroes’
-
Khan’s gambit