اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) د مواصلات او پوسټل سروسز وفاقی وزیر مراد سعید وئيلي دي چې د نادرا 15 زره الیکټرانك اسانيو مرکزونو كښې د فرنچائز ډاکخانو پرانستې نه پس به پاکستان پوسټ د 27 زره ډاکخانو پراخه نيټ ورك لرونكې تر ټولو لويه قامی ادارہ جوړه شي ، تر دسمبر2019ء به د محکمې خسارہ ختم شي، راروانه اوونۍ څخه به ټوله نړۍ كښې د ایکسپورټ پارسل سروس پيل شي چې ترمخه به ئې 72 ساعتونو كښې د ډاك محکمه د ترسیل ضمانت وركوي۔ د دې خیالاتو څركندونه ده د جمعې په ورځ پوسټل سټاف کالج كښې د پاکستان پوسټ او نادرا ترمينځه ترسره شوې لوظنامې نه پس دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل ’’پاکستان پوسټ ستاسو ملګرې ‘‘ اوس يواځې يو غږ نه دې پاتې شوې بلكه دې يو حقیقت اختيار كړې ٬ نادرا سره ترسره شوې دې لوظنامې پھ نتيجه كښې به پاکستان پوسټ ته د نادرا 15 زره ای۔سهولت مرکزونو كښې د فرنچائز پوسټ آفیسز پرانستلو موقع ترلاسه شي چې ورسره به د پاکستان پوسټ موجودہ نیټ ورك 13 زره څخه زياتيدو سره 27 زره ته ورسي۔ ده ووئيل پاکستان پوسټ به د پرمختګ پلو روانولې شي او اوس به دا اداره يوه لويه قامی اثاثه جوړېږي۔ ده ووئيل د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې كوم مينډيټ چې اولس راكړې د هغوي هيلې به ترسره كولې شي۔ مراد سعید په دې نوې لوظنامه د نادرا چیئرمېن او د هغه د ډلې مننه وكړه۔ په دې موقع د نادرا چیئرمېن د وفاقی وزیر قامی خذمات وستائل
متعلقہ مضامین
-
Govt not to indulge in politics of revenge: Hamza
-
5.1 magnitude earthquake jolts parts of Balochistan
-
Security review meeting on CPEC to be held every month
-
PPP says PTI leadership misleading people
-
Media JAC demands probe into FIA filing plea against PECA ruling
-
Police committed to resolve public grievances on priority: IGP
-
Pakistan’s enemies creating hurdles in CPEC: Ahsan
-
Spices’ exports increase 18.05pc to $83.251m in 9 months
-
Brother kills sister over property dispute
-
Body of police constable found after 36 days in Lower Kohistan
-
Brother kills sister over property dispute
-
Massacre in Pir Dastgeer reminder of horrific human rights violations in IIOJK