اسلام آباد ۔ 16 فروری (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي د المان كاميابې دورې نه وروستو هېواد ته راورسېد۔ خارجه وزير د خپلې دورې په مهال ميونخ كښې په شوي ګلوبل سېكورټي كنفرنس كښې ګډون وكړو۔ ده په نړيوال سېكورټي كنفرنس كښې افغانستان سره اړوندې خصوصي ناسته كښې د پاكستان نمائندګي كولو سره ميونخ كښې امريكائي سناتورانو او د كانګرېس غړو سره ملاقات وكړو او د پاك امريكا اړيكو او د افغانستان په شمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو ئې د پاكستان بشپړه دريځ وړاندې كړو۔ خارجه وزير د خپلې دورې په مهال د المان ٬ كاناډا او ازبكستان خارجه وزيرانو او د افغانستان اولس مشر سره ملاقاتونه هم وكړل او دوئي سره ئې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه وزير الماني او نړيوالې ميډيا سره هم خبرې وكړې كومو كښې چې ده د ګلوبل سېكورټي كنفرنس په اړه د خپلو خيالاتو څرګندونه كولو سره سره د هند او هندي وزيراعظم د بې بنسټه تورونو بشپړه ځواب وركړو۔ هيله ده چې د خارجه وزير د المان دا دوره به او ددې په مهال شوي مهم ملاقاتونه به پاك امريكا اړيكو او سيمه كښې امن او استحكام لپاره ګټور ثابت شي
متعلقہ مضامین
-
FPSC calls CSS aspirants to register online till 18th March
-
Five hurt in road mishap
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
SC directs LHC to decide NAB jurisdiction regarding probe of MCB privatisation
-
IPO’s session for joining Lisbon Agreement held in Lahore
-
Notorious drug peddler held with 5kg Hashish
-
Five hurt in road mishap
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
Faisal Vawda submits written synopsis in disqualification case
-
Event held on International Women’s Day at Meezan Bank
-
Voting on no-trust motion after March 27
-
Bilawal shares video of PM’s faux pas in response to his Urdu gaffe