پېښور 01 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو دوهم وزير شهر یار آپریدي وئيلي دي امن او پرمختګ د پاكستان سباٶن دے٬ پاكستان دښمنانو له پېغام وركوي چې مونږ يو موټې يو او د غېرت منده قام غونډې د نړۍ هېوادونو سره كول غواړو۔ د جمعې په ورځ كوهاټ پوهنتون كښې د چين په مرسته د جوړ كړې سنټر فار ټرېننګ آف ټيچنګ اېنډ ريسرچ سنټر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل سوئيلي ضلعې د كاروبار مركز ګرځېدلې ځكه چې دا ضلعې قدري پانګې لري۔ ده ووئيل قدرتي پانګې لرونكې او د سنټرل آسياء ګېټ وے په توګه سوئيلي خېبرپښونخوا د كاروبار مركز ګرځېدلې٬ د سرمايه كارۍ زياتې موقعې لري او حكومت د بهرنيو سرمايه كارو ډاډګيرنې لپاره يو شمير ګامونه پورته كړې چې پكښې 183 هېوادونو لپاره د آن ويزه آسانۍ او د پنځوسو هېوادونو وګړو له پاكستان ته په رارسېدو د ويزې وركولو آسانۍ شاملې دي۔ ده ووئيل دا سهولت اروپا٬ امريكا او كاناډا كښې مېشته د هندانو وګړو لپاره هم دے٬ كه تعلق ئې هر مذهب سره وي۔ ده ووئيل په ويزه به مياشتې لګېدې خو اوس طريقه كار آسان كړې شوې چې پرې اووه نه لس ورځې لګي۔ ده ووئيل مونږ نړۍ له بلنه وركوٶ چې پاكستان كښې سرمايه كاري وكري ځكه چې دلته د سرمايه كارۍ ګټه د نړۍ د نورو سيمو نه زياته ده ۔ ده ووئيل د اولس او امنيتي ځواكونو د قربانيو په سوب پاكستان كښې امن راغلې او د نورو پرمختيائي هېوادونو غوندې سوئيلي خېبرپښتونخوا په سوله ايزه سيمه بدله شوې ٬ دوهم وزير ووئېل د چین سفیر كوهاټ ته راتګ د امن ثبوت دے۔ ده ووئيل د پاكستان او چين دوستي په نه ختمېدونكې خپلولۍ تړلې شوې او مونږ چين سره د زړه د كومې نه مينه لرٶ۔ ده ووئيل كوهاټ پوهنتون كښې د ريسرچ سنټر پرانسته پرمختګ پلو وړومبې قدم دے چې ورسره به د سوئيلي او ضم شوو ضلعو ځوانان مستفيد شي۔ ده ووئيل د ځوانانو په ذهن قبضې لپاره هائبرډ جنګ روان دے ځكه زه ځوانانو ته خواست كوم چې هر څه پرېږدۍ او زده كړو كولو ته پام وګرځوئ دغسې چې دښمن پخپله منصوبه كښې پاتې راشي۔ شهریار آپرید ي ووئيل د عمران خان چغه د امن او انصاف ده۔ ده ووئيل وزیر اعظم عمران خان د نړۍ اندازې غلطې ثابتې كړې ۔ اوس به پاكستان خپلې پرېكړې پخپله كوي او پاكستانس به د چا په وړاندې سر نه ټيټوي۔ ۔ ده كوهاټ كښې د انفارمېشن ټېكنالوجي سنټر جوړولو هم اعلان وكړو۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې د چين سفير ووئيل د پاكستان روښانه سباٶن لپاره چين بشپړه مرسته كوي۔ ده ووئيل هر څومره زده كوٶنكي چې چين كښې زده كړه كول غواړي د دوي به هر ډول مرسته كوٶ۔ په دې موقع د چين سفير راتلونكي كال څخه 50 زده كوٶنكو لپاره د سكالر شپ پېل كولو هم
متعلقہ مضامین
-
PIA flight carrying 235 repatriated Pakistanis from Poland to arrive at Islamabad airport tonight
-
Rain likely to prevail in various parts of country: PMD
-
Zardari, Shehbaz trying to blackmail govt to save looted money: Farrukh
-
PM due in Karachi today to meet MQM-P leadership, PTI parliamentarian
-
Women playing active role in every sector of society: Senator
-
Commissioner asks officers to work for providing services to people
-
Women playing active role in every sector of society: Senator
-
Women playing active role in every sector of society: Senator
-
PPP march reaches Islamabad
-
DHA Bahawalpur launches Takmeel Square
-
PACRA, SECP hold seminar on financial inclusion
-
PM for construction of high-rise buildings in Capital to stem odd expansion