دبئی ۔ 28 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان روښانه سباؤن پلو روان دے۔ پاكستان منځني ختيځ كښې د امن ودې له مهم كردار لري۔ پاكستان خپل نړيوال تشخص يو وارې بيا ترلاسه كوي۔ د پی اېس اېل۔4 مېچونو كښې به د نېشنل سټېډيم كراچۍ او قذافي سټېډيم لاهور منظر تر نظره كېږي۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د پی اېس اېل۔4 پرانستې دستورې ته خطاب كولو۔ ده هيله ولرله د پی اېس اېل۔4 لړۍ به آخري لوبه وي كومه چې پاكستان څخه بهر كولې شي۔ زمونږ دعا ده او هڅه ده چې دبۍ كښې دا آخري پي اېس اېل وكړې شي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د پي اېس اېل – 4 مېچونو كښې به د نېشنل سټېډیم کراچۍ او قذافی سټېډیم لاهور منظر تر نظره كېږي ۔ چوهدری فواد حسېن ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې پاكستان روښانه سباؤن پلو روان دے چا چې په شپږو مياشتو كښې د پاكستان خارجه پالېسۍ كښې په زړه پورې بدلون راوستې۔ ده ووئيل څو كاله وړاندې په منځني ختيځ كښې زمونږ كردار ختم شوے ؤ ولې نن پاكستان خپل نړيوال تشخص يو وارې بيا ترلاسه كوي۔ ده ووئيل پاكستان منځني ختيځ كښې د امن ودې له مهم شريكوال دے۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د 1980ء لسيزې څخه يوې مسئلې سره مخ وو ۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرو او انتها خوښو په ضد هغه ګامونه پورته كړې كوم چې مثال نه
متعلقہ مضامین
-
Sindh to ensure harassment-free environment for women: CM
-
Rain likely to prevail in various parts of country: PMD
-
ECP to ensure women’s participatory role in electoral process: CEC
-
Zardari, Shehbaz trying to blackmail govt to save looted money: Farrukh
-
Trade deficit, inflation on decline, says Tarin
-
Govt to firmly deal with no-confidence stunt: Buzdar
-
Almost 98% quota of female increases under Ehsaas programme: Sania Nishtar
-
Shujaat calls on Fazl to discuss no-trust motion
-
Mohsin Baig files post arrest bail case
-
Imran fighting against the corrupt: Sindh governor
-
JUI-F chief for no more blockade of roads
-
Over 5200 personnel to perform security duties during Pak VS Australia test match