اسلام آباد ۔ 26 جنوری (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي وفاقي حكومت اولس ته ارزان او معياري داروګان وركولو له دوه ساز صنعت ته د هر ډول آسانۍ وركولو هڅې كوي۔ دا خبره اولس مشر تېره ورځ د پاكستان فارماسیوټیکل مېنوفېکچرز اېسوسی اېشن پلاوي سره ګورنر هاؤس كښې ملاقات كښې وكړه۔ په دې مهال د سندھ ګورنر او د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير هم موجود وو۔ د پلاوي مشري د پاكستان فارماسیوټیکل مېنوفېکچرز اېسوسی اېشن چيئرمېن زاهد سعيد كوله۔ اولس مشر ووئيل وفاقي حكومت اولس ته ارزان او معياري داروګان وركولو له دوه ساز صنعت ته د هر ډول آسانۍ وركولو هڅې كوي۔ په دې مهال دسندھ ګورنر خپلو خبرو كښې ووئيل د اولس ژوند كښې مثبت بدلونونو لپاره د روغتيا څانګې ته خاص پاملرنه كولې شي۔ دوا ساز كمپنۍ دې د روغتيا آسانۍ ښه كولو له حكومت سره مرسته وكړي۔ د نېشنل هېلت سروسز وفاقي وزير عامر محمود كياني پلاوي ته د دوا ساز كمپنيو مسئلې په ترجيحي بنيادونو د حل كولو باور وركړو۔ د فارماسیوټیکل مېنوفېکچر ایسوسی ایشن چیئرمېن زاهد سعید ووئيل صنعت سره د اړوندو مسئلو حل پلو د انډسټريل لائټرن كمېټۍ جوړېدل يو غوره ګام دے۔
متعلقہ مضامین
-
Russia and Pakistan key stakeholders in Afghan peace: envoy
-
Chinese consulate attack ‘facilitator’ arrested in UAE
-
PM apprised on legislation to criminalize enforced disappearance
-
Police needs to change its conduct and behaviour towards people: Buzdar
-
Sehat Sahulat Program: 15 m families to get health card
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
Zardari disqualification petition: political fights should be fought in parliament: IHC
-
Gunmen kill nine in attack on police station in Loralai
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
South Africa win toss, to field against Pakistan in series decider
-
West Indies women outclass Pakistan women by 71 runs in first T20