اسلام آباد 10 جنوری (اے پی پی) خارجه ووزير شاہ محمود قریشی وئيلي دي چې د كشمير په اړه زمونږ موقف څرګند دې،کشمیر زمونږ د خارجه پالیسۍ مهمه ستن ده، بايد د بشري حقونو تنظیمونه او نړيوالې ادارې د هندي زيات شوې ظلمونو نوټس واخلي۔ ده دا خبرې د آزاد كشمير پخواني وزیراعظم او د پی ټی آئی د آزاد کشمیر صدر بیرسټر سلطان محمود چوهدری سره په خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د زيارت پھ ورځ ده سره خارجه وزارت كښې ليدلې ؤ۔ د ملاقات په مھال د ګوند په چارو او كشمير مسئلې په اړه خاص خبرې اترې وشوي۔ خارجه وزير ووئيل کشمیر زمونږ د خارجه پالیسۍ مهمه ستن ده،هند په مقبوضه جمو او کشمیر كښې په بې ګناه کشمیریانو ظلم كوي او د ټولې نړۍ په وړاندې ده۔ خارجه وزير د بشري حقونو په تنظیمونو او نړيوالو ادارو زور راوړو چې په مقبوضه کشمیر كښې د زيات شوې ظلمونو نوټس واخلي۔ده ووئيل د نړيوالو تنظیمونو د اړخه جاری کړې شوي بې پرې راپورونو كښې د هند د اړخه په مقبوضه کشمیر كښې روان د بشري حقونو خلاف ورزیو انکشاف شته كوم چې زمونږ د موقف تائید کوي۔ خارجه وزير ووئيل د كشمير مسئلې په اړه زمونږ موقف څرګند دې۔ بیرسټر سلطان محمود چوهدری د كشمير مسئله په نړيواله كچه رامخې ته كولو او د نړيوالو ادارو پام د كشمير مسئلې پلو په راګرځولو د خارجه وزير مخدوم شاہ محمود قریشی خاص مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Maryam moves court against seizure of Nawaz’s property
-
PM slams India for subversive activities, funding of extremism
-
Bill Gates acknowledges Pakistan’s efforts to combat COVID-19 pandemic
-
Pakistan facing unprecedented onslaught of hybrid warfare
-
56 more die due to COVID-19
-
Maryam Nawaz, a name of strength and valour
-
CPDI launches Report on State of Budget Transparency in Pakistan
-
Steering committee to oversee CPEC projects in KPK notified
-
Pakistan’s remittances crossed US$2 bln
-
Big ideas need big words to be expressed, and Maryam Nawaz
-
First Batch of Aero Apprentice passes out from PAAK Karachi
-
Interfaith Harmony Councils being established all over Pakistan to promote religious harmony: Hafiz Tahir Ashrafi