اسلام آباد 20 دسمبر (اے پی پی) د تعليم وفاقي وزير شفقت محمود وئيلي دي هېواد كښې د خواندګۍ شرح زياتېدو په ځاې كمېږي چې د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لويې خنډ دے٬ په دې چېلنج قابو موندلو لپاره په بيړنو بنيادونو كار كولو ته اړتيا ده٬حكومت په دې لړ كښې په يوه كوټلي منصوبه كار كوي۔ده دا خبره نړيوال اسلامي پوهنتون كښې د پاكستان او پاكستانيت په سرخط سېمينار ته خپل خطاب كښې وكړه۔د سېمينار اهتمام نړيوال پوهنتون او سنټر فار ګلوبل اينډ ستراتېژېك سټډيز په ګډه كړې و۔سېمينار ته د پوهنتون ريكټر ډاكټر معصوم ياسين زئي او نورو هم خطاب وكړو۔وفاقي وزير په خپل خطاب كښې ووئيل ناانصافي د پاكستانيت جذبه كمزورې كوي د كومې تر ټولو لويې سبب چې دوه مخيز نظام تعليم دے٬ چې له امله يې زياتره وګړي د پرمختګ موقعو څخه محروم پاتې شوي او يوه وړه طبقه په قامي وسائلو قبضه كولو سره ناانصافۍ ته وده وركوي۔ده ووئيل په آبادۍ كښې په تندۍ سره زياتوالې د خواندګۍ په شرح كښې د كمي سبب ګرځي۔وفاقي وزير ووئيل يوازې په پاكستان كښې نه بلكې په ټوله سيمه كښې امن او استحكام غواړو٬مونږ د هند سره د مسئلو حل٬ملګرتيا او په افغانستان كښې استحكام غواړو۔ده ووئيل په مقبوضه كشمير كښې په كشميري اولس ظلم كېږي كوم چې زمونږ لپاره د يو چېلنج حېثيت لري۔سېمينار ته د سي جي اېس اېس مشر جنرل(ر)ظهيرالسلام٬د ټېكس محتسب چوهدري عبدالروف او د اطلاعات پخواني وفاقي سېكتر اشفاق احمد ګوندل هم خطاب وكړو۔
متعلقہ مضامین
-
Peshawar Zalmi post above 200 to test depleted Islamabad United
-
PMC to resolve Balochistan’s medical colleges students issue
-
PMC to resolve Balochistan’s medical colleges students issue
-
‘Big change’ in energy policy to ensure provision of gas: Fawad
-
NSA expresses pleasure over hosting Bill Gates, delegation at AICC
-
PMC to resolve Balochistan’s medical colleges students issue
-
PMC to resolve Balochistan’s medical colleges students issue
-
Prevention of fake news need of the hour: Fawad
-
Dist admin decides to extend circle of Ehsaas Dastar Khwans
-
Early seedling method helps Potohar, KP farmers to reap market benefits
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 18
-
Prevention of fake news need of the hour: Fawad