اسلام آباد ۔ 12 دسمبر (اے پی پی) د مواصلات دوهم وزير مراد سعيد وئيلي دي د موټروے فېصل آباد ٬ ملتان او عبد الحكيم سېكشن به ډېر زر ټرېفك لپاره پرانستلې شي۔ 250 اهلكار به هم ډېر زر تعينات كړې شي۔ په موټروے رېسټ ايريا كښې د څيزونو په ګرانه بيعه د خرڅولو معامله به هم د صوبائي حكومتونو په نوټس كښې راوستلې شي۔ د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د ملك محمد عامر ډوګر په اېم ون اسلام آباد پشاور موټروے د معياري سروس سنټرز آسانيو نشتوالي په اړه د پام ګرځونې نوټس په ځواب كښې مراد سعید ووئيل مونږ د دې معاملې جاج اخستلې دې۔ په اېم ون جوماتونو او واش رومز لپاره بولۍ راغلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې دوهم وزير ووئيل په موټروے څيزونه په ګرانه بيعه خرڅولې شي۔ مونږ په دې اړه اړوندو صوبائي حكومتونو سره خبره كړې۔ په كومه ضلع كښې چې رېسټ اېريا وي د هغې انتظاميه به د څيزونو د بيعې ذمه واره وي
متعلقہ مضامین
-
HBL PSL 7: Erin Holland the ‘Snow Queen’ of Pakistan Super League
-
Beijing Winter Olympic Games promote non-politicizing of sports
-
Gwadar extensively reduced distance and transport cost: study
-
Govermment focused on tree-plantation: Amin
-
PPP, PML-N get together for protecting loot, plunder: Farrukh
-
Maulana Tariq Jameel calls on CM KP
-
Petrol price hike: Shibli offers tip to motorists
-
Punjab and California declared ‘sister states’
-
15 million in need of refractive and optical services
-
Petrol price hike: Shibli offers tip to motorists
-
Bill Gates reaches Islamabad to meet PM Imran khan
-
AGP seeks meeting with Nawaz’s doctor