اسلام آباد 05 دسمبر(اے پي پي) د وزيراعظم وياند او د مېډيا خاص مرستيال افتخار دراني وئېلي دي چې د وزيراعظم عمران خان په هداياتو په وفاقي كچھ د غربت ختمولو د مرستندويه ادارې جوړولو پريكړه شوې٬ډاكټر اشفاق احمد به د ادارې چيئرمېن وي٬بېنظيرانكم سپورټ پروګرام او د پاكستان بېت المال پشمول نورې ادارې به د غربت ختمولو مرستندويه ادارې ماتحت راوستلې شي٬د ادارې په بورډ آف ډائرېكټرز كښې به اړوند ادارې هم شاملولې شي۔وزيراعظم عمران خان د كابينې د وزيرانو د كاركردګۍ د جاج اخستلو خبره كړې وه۔د خزانې وزير اسد عمر حكومت يا وزيراعظم سره هېڅ اختلاف نه لري٬په مېډيا په دې تناظر كښې خبرونه د حقائقو په ضد او بې بنسټه دي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د وزيراعظم د احتساب خاص مرستيال شهزاد اكبر سره يوځاې مېډيا ته د بريفنګ وركولو په مهال وكړې۔افتخار دراني ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د 100 ورځنۍ ايجنډې په ترسره كېدو اعلان كړې و چې غربت ختمولو لپاره به اقدامات زياتولې شي۔د دې په رڼا كښې حكومت د غربت ختمولو د مرستندويه ادارې جوړولو پريكړه كړې۔د دې ادارې مقصد د غربت ختمونكو ادارو پھ مينځ كښې كوآرډينېشن٬د دوي چارې ګړندې كولو او موبلائزېشن لپاره اقدامات كول دي۔ده ووئيل چې د غربت ختمولو د مرستندويه ادارې په بورډ آف ډائرېكټرز كښې به د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت٬صوبائي حكومتونو٬د خزانې وزارت او پرائيوېټ څانګې ته هم نمائندګي وركولې شي۔دې سره سره به په لاندې كچه د غربت ختمولو كمېټۍ جوړولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د سوئېلي پنجاب صوبې په اړه د وزيراعظم څخه پوښتنه شوې وه چې هلته خو د پي ټي آئي اكثريت نشته ٬په دې تناظر كښې وزيراعظم عمران خان وئېلي وو چې د مينځنۍ مودې ټاكنې كېدې شي خو په خبر كښې وروستۍ خبره بېله كړې شوې او په دې خبره زور وركړې شوې چې د مينځنۍ مودې ټاكنې كېدې
متعلقہ مضامین
-
Fawad, Farrukh express grief over senior journalist Ghulam Akbar’s demise
-
Four accused indicted in blasphemy cases
-
Police arrests 10 more suspects in Khanewal lynching case
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case till Feb 24
-
HBL PSL 7: schedule for today, Feb 16
-
PPP leader hosts reception in honor of newly elected cabinet of Peshawar Press Club, KhUJ
-
KP local bodies poll showed ‘status quo’ opposing EVM to manipulate: PM
-
KP local bodies poll showed ‘status quo’ opposing EVM to manipulate: PM
-
HBL PSL 7: Erin Holland the ‘Snow Queen’ of Pakistan Super League
-
Beijing Winter Olympic Games promote non-politicizing of sports
-
Gwadar extensively reduced distance and transport cost: study
-
Govermment focused on tree-plantation: Amin