اسلام آباد 09 نومبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي چې د هېود څخه د پولیو ختمول زمونږ قامی مقصد دے، پاکستان د پولیو څخه پاكولو له به ټول وسائل كارولې شي، وفاقی حکومت به د پولیو ختمولو كمپائن کامیابولو له بشپړه مرسته كوي۔ ده د جمعې په ورځ د پوليو مخنيوي په اړه د قامي ټاسك فورس غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې د روغتيا وزير عامر محمود کیانی، د خېبر پښتونخوا ګورنر شاہ فرمان، د پنجاب وزیراعلیٰ سردار عثمان بزدار، د سندھ وزیراعلیٰ سید مراد علی شاہ، د ګلګت بلتستان وزیراعلیٰ حافظ حفیظ الرحمان، لیفټېننټ جنرال محمد افضل، د صوبو چیف سیکترانو او د پوليو مخنيوي كمپائن كښې د شراکت دار ادارو او اړوند سینئر چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد څخه د پوليو بشپړه ختمولو پھ اړه د شويو هڅو او په موجوده صورتحال بریفنګ وركړې شو۔ اعلیٰ وزيرانو غونډه د صوبائی حکومتونو د اړخه د شويو هڅو پھ اړه خبره كړه۔ وزیراعظم د دې ناورغۍ خراب اثراتو پھ اړه اولس كښې خبرتيا پيدا كولو لپاره د بشپړه هڅو په حاجت زور راوړو۔ ده د پوليو ختمولو لپار د وفاقی او صوبائی حکومتونو د اړخه د عزم پخلي كولو سره ووئيل اعلیٰ وزيران دې خپلو اړوندو صوبو كښې د پولیو په ضد د كمپائن قیادت روان وساتي۔ وفاقی حکومت به پھ دې لړ كښې هر ډول مرسته كوي۔ وزیراعظم ووئيل د پولیو خاتمه يو قامی مقصد دے ٬ پاکستان د پولیو څخه پاكولو له هر ډول وسائل كاروي۔ ده پھ دې مهم مقصد كښې په مرسته كولو د نړيوالو شراکت دارو مننه وكړه۔ غونډې ته ووئيل شول چې پاك پوځ د پوليو ختمولو كمپائن كاميابولو له امنيت او ښه چاپيرچل وركولو له لوظي دې۔ په غونډه كښې د پوليو مخنيوي لپاره فوکل پرسن بابر بن عطاء د پولیو ختمولو پھ اړه په تر اوسه شوي پیشرفت او د سباؤن په تګلاره تفصیلی پریزنټېشن وركړو۔(ص ف/م ع/وس/1735)
متعلقہ مضامین
-
Accounts of all political parties must be scrutinized as per SC decision: Farrukh
-
FBR exceeds revenue collection target with Rs262b
-
Two children drown in a lake in Hyderabad
-
FBR exceeds revenue collection target with Rs262b
-
Govt to start country-wide follow-up COVID-19 vaccination drive: Dr Faisal
-
Senior Lawyer dies
-
Minister urges for strict observance of Corona SOPs at KP schools
-
Senior Lawyer dies
-
ECP hears foreign funding case
-
Special education in Sindh being improved: SACM
-
Commitment of uninterrupted power supply fulfilled: MD NTDC
-
Compassion for Kashmir: all hats and no cattle