اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د هاٶسنګ اېنډ وركس دوهم وزير محمد شبیر علي قرېشي وئيلي دي ” د نوې پاکستان هاؤسنګ اتھارټي” جوړول د وزیراعظم عمران خان د لويو منصوبو يوه برخه ده ٬ دې منصوبې ترسره كولو لپاره مونږ شپه او ورځ يوه كړې ٬ خپلو پنځو كلونو آئيني موده كښې زمونږ دا عزم دې چې مونږ بې وزله اولس له د سر سورې وركولو لپاره 50 لكه كورونه جوړولو كښې بريالي شوو ٬ 50 لكه كورونو جوړولو سره به د هېواد د 50 نه تر يو سل صنعتونه مستفيد شي٬ معيشت به وده وكړي او اولس ته به روزګار ترلاسه شي٬ زمكه به حكومت وركوي او نجي كمپنۍ به په دې منصوبه كښې سرمايه كاري كوي۔ د شورو په ورځ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل بې وسه اولس ته كور وركول زمونږ د منشور برخه ده٬ نوې پاكستان هاٶسنګ سكيم لپاره ټاسك فورس جوړ كړې شوې او زمكې په ګوته كولو لپاره لېنډ بانك جوړول د دې سلسلې يوه كړۍ ده ٬ ده ووئېل د وفاق سره به صوبې هم دې منصوبې له زمكه وركوي او د هېواد او خارجي كمپنۍ په دې لړ كښې سرمايه كاري كول غواړي ٬ ده ووئېل مونږ دا منصوبې په فاسټ ټرېك چلول غواړو او وزیراعظم عمران خان د دې منصوبې خپله نګراني كوي ٬ ده ووئېل د يو ايمانداره لارښود په موجودګۍ كښې مونږ دا باور لرو چې دا منصوبه به ډېر زر بشپړه شي
متعلقہ مضامین
-
Three children succumbed to gastro in Dadu, another 12 in critical condition
-
Govt abolishes NICOP for overseas Pakistanis
-
IHC accepts plea for early hearing of PM Imran’s disqualification petition
-
ریل رش: ایک تحول در تاریخ اور ت
-
Rail Rush: A Journey Through Time
-
لکی لیڈیز چارم
-
لکی لیڈیز چارم: امنیت و TECHNOLOGY کے جادوئی
-
آیدین یوہر و ایشیا ڈریگن
-
آیدیناڈریگن: ایک عظایم در مین لہروند
-
الغدراك: عاهري الأباطش
-
آیدان اور ایدیگن: جادوی زندگی
-
·ドラ: