اسلام آباد 08 اکتوبر (اے پي پي) د موسمياتي بدلون دوهمې وزيرې زرتاج ګل وئيلي دي چې كوم غل شوكمار ته لاس اچولې كېږي نو خلق وائي چې پارلمان به چېلېدو ته پرې نه ږدو٬ شهباز شريف په كرپشن كښې ككړ دے او د هغه زوم هم قامي خزانه لوټ كړې ٬ په هېواد كښې به د ټولو د فرق نه غېر احتساب كېږي۔ د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې دوهمې وزيرې زرتاج ګل ووئيل حكومت به لوټلې شوې دولت په قامي خزانه كښې جمع كوي كوم خلق چې په كرپشن او قامي خزانه لوټ كولو كښې ككړ دي٬ هغه به تر هغه وخته نه شي پرېښودلې چې تر څو ئې قومي دولت بېرته په خزانه كښې جمع كړې نه وي ۔ دوهمې وزيرې ووئيل چې كوم غل شوكمار ته لاس اچوو نو خلق وائي چې پارلمان به چېلېدو ته پرې نه ږدو٬ كرپټ خلق چيغې وهي٬ بايد قوم د احتساب په عمل خوشحال شي۔ دې ووئېل وزيراعظم قوم سره لوظ كړے ؤ چې د هېواد لوټلې شوې دولت به بېرته راوړي۔
متعلقہ مضامین
-
Indonesia volcano eruption death toll rises to 34
-
President terms cyber security country’s strong defence line
-
President terms cyber security country’s strong defence line
-
Indonesia volcano eruption death toll rises to 34
-
Indonesia volcano eruption death toll rises to 34
-
Bizenjo orders release of non-development funds
-
Bizenjo orders release of non-development funds
-
IHC dismisses plea seeking Rana Shamim’s name on ECL
-
Two army pilots martyred in helicopter crash
-
SC rejects FBR’s appeal against Sharif family
-
Two army pilots martyred in helicopter crash
-
PPP’s own shortcomings behind by-election defeat