د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري د ټولو ګوندونو كنفرنس ته خطاب
اسلام آباد ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير نور الحق قادري وئيلي دي د ناموس رسالت معامله چې څومره موجوده حكومت په فعاله ډول رامخې ته كړې تېر وختونو كښې مثال نه لري۔ د پاكستان اولنۍ ترجيح امن دے۔ هند په كشمير كښې ناكامه شوې دې۔ د پاكستان تحريك انصاف حكومت د مدينې رياست تصور رامخې ته كولو سره راغلې دې۔ د مدرسو په لاره كښې د خنډانو ودرولو سوچ هم كولې نه شو۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده د اتوار په ورځ د دفاع پاكستان كونسل تر سېوري لاندې د ټولو ګوندونو كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زه دې كنفرنس كښې ګډون له د وزيراعظم عمران خان په وېنا راغلې يم۔ ده ووئيل مولانا سميع الحق سره د ناروغۍ كنفرنس كولو سره ډېر مهم كار كړې دې۔ ده ووئيل هند كشمير كښې ناكامه شوې دې۔ او د هر كشميري شهيد كېدو نه وروستو د پاكستان زنده باد غږ پورته كېږي۔ ده ووئيل هغه ورځ لرې نه ده چې كشمير به د پاكستان برخه جوړ شي۔ ده ووئيل اوس هند سره هم د خپل سباؤن فكر ملګرې شوې دې۔ ده ووئيل كه هند كوم حركت وكړو نو زمونږ وسله وال ځواك هر وخت تيار دے۔ وفاقي وزير ووئيل د پاكستان اولنۍ ترجيح امن دے۔ مونږ هند سره ټولې مسئلې د خبرو د لارې حل كول غواړو۔ ده ووئيل د وفاقي كابينې په اولنۍ غونډه كښې د سپكاوي خاكو په سختو ټكو غندنه وكړې شوه۔ سېنېټ او قومي اسمبلۍ څخه د قرارداد منظورېدو سره د هالېنډ سفير راوبللې شو او دې د خپل دريځ څخه خبر كړې شو۔ دې سره سره خارجه وزير هم په دې اړه د اسلامي هېوادونو خپل همڅنګو سره رابطه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان په آئين كښې قاديانې كافر ګرځولې شوې څوك كلمه ويونكې هم ده ته مسلمان وئيلې نه شي۔ ده ووئيل عمران خان به ډېر زر د مدارسو مشرانو سره ملاقات كولو سره ددوئي مسئلې حل كړي
متعلقہ مضامین
-
No pressure from institutions: CJP
-
Kashmiri expatriates to get right to vote soon: AJK PM
-
Three coal miners gunned down in Harnai
-
82 new day care centres being set up in Punjab cities
-
82 new day care centres being set up in Punjab cities
-
Governor Punjab inaugurates exhibition of Hungarian artist’s work on Maharaja Sher Singh
-
SBP specifies inflation target and forecast
-
Pakistan administers major decline in coronavirus deaths
-
Amid heavy inflation, prices of coffin have also increased
-
TBTTP as major ecosystem restoration initiative termed global success story at COP26: Zartaj
-
No disputed remarks were made during Asma Jahangir Conference, claims Bhoon
-
ASI martyred in Peshawar after unidentified men opened fire on him