پېښور ۔29 ستمبر(اے پی پی) د مذهبي چارو وفاقي وزير پير نور الحق قادري وئيلي دي چې د اسحاق ډار مصنوعي اقتصادي ګامونو سره د هېواد معيشت د تباهۍ غاړې ته رسېدلې دې چې لامله ئې موجوده وفاقي حكومت ستونزو سره مخ دې او ددې ذمه وار اسحاق ډار دے۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده په خېبر پختونخوا چېمبرآف کامرس اېنډ انډسټري پېښور كښې يوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ نورالحق قادری ووئيل پاكستان افغانستان سي پېك كښې شاملولو له جدي دې۔ افغانستان سره غوره اړيكې ډېرې مهمې دي۔ پاك افغان اړيكو كښې كمي سره اولس ځپلې كېږي۔ افغان سفير سره ملاقات كښې به د اړيكو په ښه كولو خبره وشي۔ ده ووئيل سعودي عربستان به سي پېك كښې درېم لوئې ستراتيجيكي همكار وي۔ ده ووئيل سعودي عربستان د حج او عمرې انتظاماتو لا ښه كولو ته خاص پام كوي۔ ده ووئيل فاټا ضم كولو له يو ټاسك فورس جوړ كړې شوې دې۔ ريفارمز به منطقي انجام ته رسولې شي۔ ده ووئيل د فاټا ضم كېدو نه وروستو به قبائلي رواج ته قانوني شكل وركولې شي
متعلقہ مضامین
-
Maryam Nawaz ‘thanks’ media for analyses of leaked audio clip of Saqib Nisar
-
PM approves ERRA’s merger with NDMA
-
Government plans on dropping new inflation bomb in December: Shehbaz Sharif
-
PM approves ERRA’s merger with NDMA
-
Interior minister inaugurates upgraded system of POVS
-
Government plans on dropping new inflation bomb in December: Shehbaz Sharif
-
Marium Mukhtar remembered
-
Marium Mukhtar remembered
-
Capital to get another drug addicts’ rehab center: Ijaz Shah
-
UNHCR KP chief calls on Governor
-
Reference against Ishaq Dar adjourned till Dec 1
-
NAB initiates action against impersonators