اسلام آباد 12 اګست (اے پي پي) د پاكستان تحريك انصاف پلاوي د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق سره د هغه په چېمبر كښې ملاقات وكړو۔ د ملاقات په مهال د قومي اسمبلۍ په غونډه او د جولائي په 25مه نېټه د شويو ټولټاكنو په چارو خبرې وشوې۔ د ملاقات كولو نه پس د تحريك انصاف وياند او د قومي اسمبلۍ نوي ټاكل شوي غړي فواد چوهدري خبريالانو سره په خبرو كښې ووئيل چې په قومي ستونزو اپوزيشن ځان سره مخ په وړاندې بوتلل د عمران خان وژن دے٬ هېواد ته د ورپېښو چېلنجونو خاتمې لپاره د اتحاد ضرورت دے٬ كه سياسي ګوندونه په ګډه كار ونه كړي نو نظام به مستحكم نه شي۔ ده ووئيل چې د شهباز شريف٬ بلاول بهټو زرداري او د نورو ګوندونو لخوا پارلمان ته د تګ پرېكړه خوشبينه ده۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف پلاوي د پيپلز ګوند لارښود سيد خورشيد سره هم ملاقات كوي۔ د ټولټاكنو په اړه به د اپوزيشن اندېښنې اورېدلې شي۔ په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل چې تحريك انصاف غواړي چې په ايشوز د نورو ګوندونو په مشوره مخ په وړاندې تلل وشي٬ تحريك انصاف په ټولټاكنو كښې د اپوزيشن د اندېښنو په اورېدلو هم خوښي څرګنده كړې۔ ده ووئيل چې د تحريك انصاف پلاوې د وزيراعظم د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د ګډون كولو بلنې لپاره راغلې و۔ په پلاوي كښې پروېز خټك٬ شفقت محمود٬ اسد قېصر٬ فواد چوهدري او نور شامل وو۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan concerned over politicisation of FATF: FO
-
President Alvi summons NA, Senate sessions on Friday
-
Court postpones hearing against Shehbaz and Hamza
-
Services of legal fraternity for upholding Constitution, law commendable: Fawad
-
Nazim Jokhio murder: PPP MPA Jam Owais surrenders to police
-
52 new dengue patients emerge in Islamabad, 2 die
-
Sh Rashid promises 20 ambulances for Rescue 1122 service in Islamabad
-
Sh Rashid promises 20 ambulances for Rescue 1122 service in Islamabad
-
Malam Jabba leasing inquiry against Pervaiz Khattak stopped by NAB
-
No allotment made to govt employees in relaxation of rules in 2 years: Senate told
-
No allotment made to govt employees in relaxation of rules in 2 years: Senate told
-
Iraqi govt urged to issue visas for urs