اسلام آباد 09 اګست (اے پي پي)د اطلاعات٬ خپرونو ٬ قامي ورثې او ادبي تاريخ وفاقي وزير بېرسټر سید علی ظفر وئيلي دي لنډ مهاله حكومت خپله آئيني موده كښې د توان٬ صحت ، تعلیم او د معیشت پشمول هره څانګه كښې د پېښو چېلنجونو لري كولو لپاره متوازن ګائيډ لائن تيار كړې٬ كوم چې به نوې ټاكلي حكومت ته حواله كولې شي٬ نوې روايت جوړوٶ٬ ټاكلې حكومت ته بلنه وركوٶ چې كومه څانګه كښې هم غواړي د لنډ مهاله حكومت وزيران به ورته بريفنګ وركوي٬ نواز شریف او مریم نواز زندان كښې دي كه ھغوي د زندان نه بهر شي نو د عدالت په امر د ھغوي نامه په اي سي اېل كښې د اچولو پرېكړه به هم ټاكلې حكومت كوي٬ د ټولټاكنو اېكټ 2018 له مخې د ټولټاكنو نتيجو لپاره آر ټي اېس سسټم كارولې شوې ٶ٬ د دغې قانون له مخې به د آر ټي اېس فېل كېدو وجوهاتو ته به رسوو٬ د قانون له مخې چې كومه حلقه يا د پولنګ سټېشن پحقله شكايتونه يا اعتراض وي هلته بيا شمېرې كېدې شي٬ د آزادۍ ورځ به په بشپړه ملي جوش او جذبه لمانځو٬ د آزادۍ ورځ دې د سياست نه پرته ولماځلې شي٬ هر هېواد لپاره د آزادۍ ورځ يوه تاريخي ورځ وي۔ ۔ ده د زيارت په ورځ لوك ورثه كښې د اطلاعات او خپرونو د ذيلي ادارې ډائرېكټورېټ آف الېكټرانك ميډيا اېنډ پبلي كېشنز (ډيمپ) تر سېوري لاندې د پاکستان تاريخ پحقله د عكسونو نندارتون پرانستې دستورې ته وېنا او خبريالانو سره د خيالاتو څرګندونه كوله۔ د ډېمپ ډي جي سردار عبدالواحد ، د لوك ورثه ډي جي پشمول د اطلاعات او خپرونو لوړ پوري چارواكي هم په دستوره كښې موجود وو۔ بېرسټر سید علی ظفر د ډېمپ لخوا د پاكستان تاریخ پحقله د نندارتون كولو ستائنه كولو سره ووئيل د يو تاريخي نندارتون اهتمام شوې كوم چې به تر شپږو ورځو دوام لري٬ اولس دې خامخا د نندارتون څارنه كوي ځكه چې دا قائد اعظم محمد علی جناح او زمونږ د مشرانو د هلو ځلو عكاسي ده۔ ده ووئيل تاريخي عكسونه ليدلو سره ھعه جوش او ولوله تازه كېږي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د اګست 14مه نيټه د خوشحالې او جشن ورځ ده٬ د نړۍ هر هېواد خپله د آزادۍ ورځ په جوش او جذبه لمانځي٬ د آزادۍ ورځ بدلولو ته حاجت نشته٬ دا ورځ دې د سياست نه پرته ولماځلې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب بېرسټر علې ظفر ووئيل په ټاكنو كمېسون كښې د آر ټي اېس نظام پحقله خبرې روانې دي او اعتراضونه هم شته٬ د هر الېكشن نه پس سياسي ګوندونه اعتراضونه كوي٬ د قانون له مخې چې كومه حلقه يا د پولنګ سټېشن پحقله شكايتونه يا اعتراض وي هلته بيا شمېرې كېدلې شي٬ وفاقې وزير ووئېل كه په دې فورم شمېره ونه كړې شي نو اعلٰې عدالتونو څخه هم مراجعه كېدې شي٬ قانون بشپړه
متعلقہ مضامین
-
UN Group certification of Pak Rescue Team great achievement: Sh Rashid
-
Opposition leaders meet Gilani
-
Senate clears bill allowing CM’s advisers to attend assembly sessions
-
Let’s fight breast cancer thru awareness: Samina Alvi
-
Step up climate change efforts or face consequences, warns UN
-
Punjab moves to remove TLP’s proscribed status
-
Can’t shake hands with corrupt: PM
-
SBP reserves rise to $17.2 billion
-
NH&MP starts campaign against unofficial, irregular number plates
-
Services of legal fraternity for upholding Constitution, law commendable: Fawad
-
Pakistan records 11 COVID-19 deaths, 515 new cases in a day
-
NH&MP starts campaign against unofficial, irregular number plates