اسلام آباد 10 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي پاكستان تركيې سره قوي دوه اړخيزه اړيكې لري٬په دې اړيكو په سياسي نظام كښې بدلون هېڅ اثر نه پرېباسي ٬وخت سره سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه په سياست٬دفاع٬تعليم او د تجارت په اړه اړيكې لا ښه شي۔اناطوليا خبري اژانس سره په خپله يوه خاص مركه كښې اولس مشر ووئيل د پاكستان او تركيې ترمينځه اړيكې پھ الفاظو كښې نه شي بيانېدې۔دواړه هېوادونه ځانګړی او قوي اړيكې لري چې بنياد يې په ورثه كلتور٬او مذهب جوړ دے۔ده وئيل دا اړيكې به وخت تېرېدو سره لا قوي شي۔زما په خيال د سياسي نظام يا په نړۍ كښې د كوم بدلون به په دې اړيكو آغېز ونه شي۔اولس مشر ممنون حسېن د تركيې د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې د رجب طيب اردوان په كاميابۍ مباركي وركړه او هغه يې خپل ورور وګرځولو۔ده د ترك قوم خوشحالۍ او پرمختګ لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔اولس مشر ووئيل په سباؤن كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارتي اړيكو زياتېدو هيله ده۔اولس مشر ووئيل تركيه د منطقې مهم هېواد دے او د اقتصاد په څانګه كښې ښه كار كوي۔پاكستان غواړي چې د خپلو مصنوعاتو د تركيې مصنوعاتو سره تبادله وكړي۔اولس مشر د تركيې لخوا پاكستان نيوي ته د سمندري جهازونو د خرڅولو اقدام وستائېلو او وې وئېل د اوږدې مودې نه د دواړو هېوادونو ترمينځه په دې اړه مرسته روانه ده او په نورو څانګو كښې به هم مرسته وده وكړي۔اولس مشر د تركيې د كوآپرېشن اينډ كوآرډينېشن ايجنسۍ لخوا په پاكستان كښې كار وستائېلو او وې وئېل دا اداره د زلزلې او سېلابونو په مهال د ځپليو مرستې لپاره په فعاله ډول كار كوي او چا چې په پاكستان كښې يې يو شمېر سكولونه او روغتونونه هم جوړ كړي۔اولس مشر ممنون حسېن ووئيل پاكستان د شنګهائي مرستې تنظيم د غړيتوب په ترلاسه كولو به د تركيې هركلې كوي۔دې سره به تنظيم ته ډېره ګټه ورسي
متعلقہ مضامین
-
Around 600 craftspeople display artwork
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Chaman-Spin Boldak border to reopen from Tuesday: Mansoor Ahmad
-
Masses to benefit from fruits of uplift: Buzdar
-
Punjab govt takes big step to make LG institutions functional
-
Govt expected to hike power tariff rate by Rs1.68
-
Pakistani mountaineer Sirbaz eulogized
-
Another 10 flights called off at Lahore Airport due to operational issues
-
Pakistan strongly condemns Kabul hospital attacks
-
Another 10 flights called off at Lahore Airport due to operational issues
-
Pakistan won’t attend Indian moot on Afghanistan