نيويارك 17 مئي (اے پي پي) پاكستان فلسطينيانو سره د يووالي او د بشپره ملاتړ څرګندونه كړې او په غزه كښې په فلسطينيانو د اسرائيل د اوسني تشدد د غندنې بيان نه جاري كول ئې افسوس ناك ګرځولي دي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې مليحه لودهي د اسلامي مرستې تنظيم ﴿او آئي سي﴾ د غړو هېوادونو سفيرانو بېړنې غونډې ته په خپله وېنا كښې ووئيل چې دا دردوونكې پېښه اروپائي نړۍ په ټېلي وژن ليدلې۔ د نړيوالې ټولنې په وړاندې په فلسطينيانو ظلم شوے او سلامتي كونسل د امريك د مخالفت له امله د غندنې بيان جاري نه كړې شو۔ د او آئي سي د غړو هېوادونو سفيرانو دا غونډه د تركيې په خواست بنګله دېش رابللې وه۔ بنګله دېش په دې ورځو كښې د او آئي سي د وزيرانو د كونسل مشر دے۔ د پاكستان استازې د فلسطيني اولس مشر محمود عباس لخوا سږ كال د امن كنفرنس رابللو د غوښتنې ملاتړ هم وكړو۔ د يادونې وړ ده چې اسرائيل د ګل په ورځ په احتجاج كوونكو فلسطينيانو ډزې كولو سره 60 فلسطينيان شهيدان او 2 زره 700 ژوبل كړي وو
متعلقہ مضامین
-
Haleem alleges PPP of patronising land grabbing in Sindh
-
PU holds int’l webinar on Pak-Russia relations
-
PU holds int’l webinar on Pak-Russia relations
-
Resolving Kashmir, Palestine issues key to global peace: Sarwar
-
PTI government will complete its tenure, says Sh Rashid
-
Pakistan records massive decline in active Covid cases
-
All-out efforts being made to provide relief to citizens: minister
-
PSX all set to launch new trading system this month
-
PSX all set to launch new trading system this month
-
Goverment trying to offer relief to masses
-
PM asks nation to celebrate Eid Milad with full zeal
-
Govt took a big hit to ensure minimal burden passed on to public: PTI