اسلام آباد 17 اپریل (اے پی پی) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ وئيلي دي د لنډ مهاله وزیراعظم پريكړه به زه او وزیراعظم كوو، كوم بل څوك نه، د تحریك انصاف مجوزہ نامې د میډیا د لارې ما ته رارسيدلې ، اوس د تحریك انصاف سره د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله ناستې ته حاجت پاتې نشو، پیپلز ګوند تل د سیاسی قوتونو سره په خبرو اترو باور لري، د مسلم لیګ (ن) پشمول د كوم هم سیاسی ګوند لپاره د خبرو اترو دروازې بندې نه دي، بايد د رايو په څرګندونه بندیز ونه لګولې شي، په جمهوریت او آمریت كښې همدغه فرق دے۔ د نهې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې د ميډيا نمائندګانو سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د قانون له مخې د لنډ مهاله وزیر اعظم غوره كول د وزیراعظم او د مخالفې ډلې د مشر ذمه واري ده۔ زه په دې اړه په ذاتی توګه ټولو سره په ګډه تلل غواړم۔ ده ووئيل حكومت ته مو وئيلي دي بايد تر 15 مئی د لنډ مهاله وزیراعظم نامه فائنل كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د تحریك انصاف د اړخه د لنډ مهاله وزیراعظم نامې په اعلانولو حیران شوې يو حالانكه په دې اړه د تحریك انصاف د لارښودو سره مشاورت روان ؤ خو هغوي نامې اعلان كړې، ده ووئېل د تحریك انصاف مجوزہ نامې د میډیا د لارې مونږ ته رارسيدلې، اوس د تحریك انصاف سره د لنډ مهاله وزیراعظم په معامله خبرو اترو ته حاجت پاتې نشو۔ ما پخپله د تحریك انصاف سره په دې معامله تماس نيولې ؤ هغوي په دې اړه كومه رابطه نه ده كړې۔ ده ووئيل بايد د رايو په څرګندونه بندیز ونه لګولې شي، په جمهوریت او آمریت كښې هم دغه فرق دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سیاست كښې يو وخت داسې هم ؤ كله چې زمونږه لارې بندې كړې شوې۔ بايد په اوسني صورتحال كښې په سوچ پريكړې وكړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PML-N’s house of cards
-
PML-N misleading people about NCA case: Gill
-
Pakistan played unprecedented role for Afghan peace: Sh Rashid
-
FM Qureshi calls on his Danish counterpart on a two-day visit to Pakistan
-
FM Qureshi calls on his Danish counterpart on a two-day visit to Pakistan
-
Younis Khan likely to take a position in PCB: sources
-
Denmark FM appreciates Pakistan’s role in smooth evacuation from Afghanistan
-
Gulab has evolved into Shaheen but Karachi is safe
-
Pakistan reaffirms commitment to UN Charter on its membership anniversary
-
Maryam hits out at her party’s meek leadership
-
Maryam hits out at her party’s meek leadership
-
NCOC, district admin teams pay surprise visit to shopping malls, markets