اسلام آباد 20 اپرېل (اے پي پي) د كورنيو چارو٬ منصوبه بندې٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې په سياسي استحكام كښې د هېواد د پرمختګ راز دے٬ د پرمختلليو هېوادونو د كاميابې راز سياسي استحكام دے٬ مونږ پاكستان تر كال 2025م په 25 لويو معيشتونو كښې شاملولو لپاره هڅې كوو٬ چرته به چې اتلس اتلس ساعته برېښنا نه وه٬ نن هلته د برېښنا بحران د نشت برابر دے۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ يو سېمينار ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې پاكستان په معاشي لحاظ تل چېلنجونو سره مخ پاتې شوې٬ په كال 2013م كښې شرح نمو په 3.5 فيصد ودرېدلې وه خو د تېرو پنځو كلونو مهال د حكومتي اقداماتو او غوره پالېسو په نتيجه كښې پاكستان د تېرو دريالس كلونو په مهال په لوړه شرح نمو ترلاسه كولو كښې بريالې شوے۔ ده ووئيل چې نن د پاكستان شرح نمو 5.8 فيصد ته رسېدلې۔ ده ووئيل چې د معيشت استحكام او په نړيواله كچه د چېلنجونو مخ نيوي لپاره سياسي استحكام او د پالېسو تسلسل ضروري دے۔ ده ووئيل چې ده په ذاتي توګه د لوړو زده كړو بجټ د 35 ارب نه زياتولو سره 45 اربه روپې كړے۔ ده ووئيل چې په سياسي استحكام كښې د هېواد د پرمختګ راز دے٬ د پرمختلليو هېوادونو د كاميابې راز سياسي استحكام دے٬ مونږ پاكستان تر كال 2025م په 25 لويو معيشتونو كښې شاملولو لپاره هڅې كوو٬ چرته به چې اتلس اتلس ساعته برېښنا نه وه٬ نن هلته د برېښنا بحران د نشت برابر دے۔
متعلقہ مضامین
-
LHC disposes of all petitions against fixing sugar prices
-
PM Imran, Tajik president discuss Afghan situation
-
LHC disposes of all petitions against fixing sugar prices
-
LHC disposes of all petitions against fixing sugar prices
-
PM Imran, Tajik president discuss Afghan situation
-
Royal Saudi Navy forces arrive in Pakistan for joint drill
-
Govt aware of ‘good and bad Taliban’: Sh Rashid
-
SC’s review board extends detention of TLP chief for a month
-
WAPDA chairman reviews construction on Diamer Basha dam
-
World Habitat Day to be marked today
-
US will have to recognise Taliban ‘sooner or later’
-
Pakistan hosts 53rd World Military Shooting Championship 2021: ISPR