اسلام آباد 11 اپرېل (اے پي پي) د بهرنيو چارو وفاقي وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي چې د اسلام آباد په ټرافيكي پېښه كښې د امريكائي سفارتي اهلكار د لاسه د پاكساني وګړي د حق رسېدو پښې پحقله د سفارتي آدابو او قواعدو له مخې اقدمات كوٶ٬ امريكائي سفارت په دې لړ كښې د بشپړه مرستې باور راكړې۔ د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د نعيمه كشور د ضمني پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل په دې پېښه به د د سفارتي آدابو له مخې اقدامات كولې شي ٬امريكائي سفارت په دې لړ كښې د بشپړه مرستې باور راكړې۔ ده ووئيل مكه كښې پاكستانۍ ټولنې لپار يو سكول نشته ٬ دا د تعليم وزارت معامله ده په دې لړ كښې به اړوند وزارت سره تماس نيولې شي۔ ده ووئيل د سعودي حكومت څخه د سكول پرانستې لپاره مو كليئرنس غوښتې او په اجازه ترلاسه كېدو به نور پېشرفت كېږي۔ د صاحبزادہ طارق اللہ په پوښتنه خارجه وزير ووئيل سعودي كښې 28 ٬ 27 لكه پاكستانيان دي او يو شمېر ستونزو سره مخ دي٬ په زندان كښې هم بندي دي خو دوي ته قونصلر رسنه وركولې شي او دوي سره رابطه كېږي۔ ده ووئيل چې سعودي كښې د كميونټي وېلفئر اتاشيانو شمېره د 4 نه تر 10 يا د 12 ده۔ دغسې چې هلته د مېشته پاكستانيانو مسئلې هوارولو له كار وكړې شي او ورسره ورسره د كميونټي هالز جوړولو ته هم پام وكړې شي۔(م ع/ ګ ل 1752)
متعلقہ مضامین
-
No negligence to be tolerated in resolution of public issues
-
President for ways to meet fuel requirements of Balochistan’s remote areas
-
Pakistan, Tajikistan ink MOUs, agreements for cooperation
-
SC extends bail of B4U CEO Saif-ur-Rehman
-
Another 0.5m doses of Russian sputnik vaccine arrive in Pakistan
-
Pakistan, Tajikistan ink MOUs, agreements for cooperation
-
Shehbaz Sharif suggests names for ECP members from Punjab, KP
-
Pakistan out of UK’s travel red list, at last
-
New Zealand PM requested Imran for postponement
-
Time to stand by Afghanistan, firmly and unequivocally: PM
-
New Zealand PM requested Imran for postponement
-
Huge setback for Pakistan cricket