لاهور۔17اګست(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ طاهر محمود اشرفی وئيلي دي چې اسلام د ټولو انبياﺀ كرامو علېهم السلام د عزت او احترام درس وركوي٬ په پاكستان كښی اقليتي ورورولۍ ته هر ډول تحفظ ترلاسه دے٬ د جړانواله دړد رسوؤنكې پیښې كلكه غندنه كوؤ٬ مونږ مسيحي ورورولۍ څخه معافي غواړؤ۔ ددې خيالاتو څرګندونه ده بشپ ندیم کامران سره د زيارت په ورځ په سېنټ انتھونی کیتھولک چرچ ریګل چوک كښې يو خبري كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔ طاهر محمود اشرفی ووئيل پاكستان كښې د مسلمانانو اكثريت دے خو ددې دا مطلب نه دے چې مونږ اقليتي مسيحي ورورولۍ څخه د هغوي د ژوند كولو حق واخلؤ٬ ګرد هېواد د جړانواله په پېښه غمژن دے۔ ده ووئيل د جړانواله په پېښه مونږ شرمنده يؤ ٬ په چرچ كښې مسيحيي لارښودو څخه معافي غواړؤ۔ طاهر اشرفی ووئيل زمونږ نبي كريم (ص) د نجران مسيحيانو ته په خپل مسجد كښې د عبادت كولو اجازت وركړے وو او كوم كسان چې د جړانواله پېښې رامخې ته كېدو سبب ګرځېدلي دي هغوي د نبي علېه السلام د نجران مسيحيانو سره كړې معاهده ماته كړې ده۔ اسلام د ټولو انبياﺀ كرامو علېهم السلام د عزت او احترام درس وركوي٬ په پاكستان كښی اقليتي ورورولۍ ته هر ډول تحفظ ترلاسه دے۔ ده ووئيل نن مې د يوې ماشومې عكس وليدو د كومې كور چې سوزولې شوې او هغه په پټي كښې اوده ده۔ نبي كريم (ص) لونړا رحمت بللي دي ٬ د قيامت په ورځ به نبي كريم (ص) ته دا ماشومانې مقدمه وړي۔ اسلام او خاتم النبیّین (ص) چاته د زيان رسولو اجازه نه وركوي۔ ده ووئيل زمونږ مذهب د اقليتي ورورولۍ د عبادت خانو او د آسماني كتابونو د احترام درس وركوي۔ ده ووئيل د جړانواله په پېښه د ذمه وراۍ په نه ترسره كولو مونږ بشپ څخه معافي غواړؤ٬ او د مسيحي انجونو په وړاندې شرمنده يؤ كومو چې شپه ويره كښې په سړكونو تېره كړې ده۔ ده ووئيل كه د جوزف کالونۍ مرتكب ته سزا وركړې شوې وه نو نن به دا پېښه نه وه رامخ ته شوې۔ ده ووئيل د 9 مئي په څير د جړانوالې پېښې مجرمانو ته هم بايد سمه سزا وركړې شي۔ طاهر اشرفی ووئيل د قرآن پاك په څير بائبل او تورات هم مقدس كتابونه دي ٬ ددې په سوزلو راته زيات خفګان شوے دے۔ ده ووئيل د سويډن په پېښه بشپ مونږ سره پاتے شو۔ ده ووئيل حكومت څخه غوښتنه كوؤ چې څومره هم كورونه سوزولې شوي دي هغه دې بحال كړې شي۔ ده ووئيل ماته چرچ آف پاکستان یا بشپ نه دي وئيلې خو زما غوښتنه ده چې كوم هم زيان شوے دے د هغې دې ازاله وكړې شي او په جړانواله پېښه كښې ككړو كسانو ته دې سزا وركړې شي۔
متعلقہ مضامین
-
MWMC manages training session for officers to improve good governance
-
Pakistan down Bangladesh in Triangular T20 Blind Cricket Tournament
-
Tait thrilled to join Pakistan team
-
Motorcyclist dies in road accident
-
Australia have strong grip in 2nd test match
-
Australia have strong grip in 2nd test match
-
PTI all set to hold ‘historic political power show’ on 27th March: Faisal Javed
-
SHO Sargodha Road suspended
-
PM says no-trust motion to doom; draws curtains on opposition’s future in 2023 elections
-
KE completes first firing of 450MW generation unit
-
Safepay and UBL to partner for acceleration of online payments
-
Voters, member parliaments, candidates urged to cooperate with ECP for conducting elections