اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) د مذهبونو ترمېنځه همغږۍ لپاره د وزيراعظم خاص مرستيال حافظ طاهر محمود اشرفي د فلسطين او کشمير مسئلې د اسلامي نړۍ مسئلې ګرځولو سره وئيلي دي مسجد الاقصيٰ د امت مسلمه ٶ ،دے او وي به٬ په سوشل ميډيا د اسرائيل او هند اکاونټس څخه د اولس د غزه په مسئله د ګمراه كولو هڅه شوې۔ د شورو په ورځ هيومين رائټس کونسل آف پاکستان تر سېوري لاندې د فلسطين کنفرنس په مهال ده ووئيل نن په ګرده نړۍ كښې بس غزه يوه موضوع ده٬ دا د دوو هېوادونو نه بلكې د انسانيت او د امت مسلمه مسئله ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې دې ووئيلے شي چې د غزه د بې ګناه ماشومانو او مېرمنو څه جرم دے، چا چې به د مېرمنو د حقونو خبرې كولې ھغوي نن په غزه كښې په بې ګناه كوچنيانو او د مېرمنو په ظلمونو ولې غلې دي، دوي ته په غزه كښې انسانان ولې نه ښكاري۔ ده ووئيل د غزه په معامله به مونږ ټولو له پخپل خپل ځاے غږ پورته كول وي۔ کنفرنس كښې د جماعت اسلامي پخوانۍ اېم اېن اے عائشه سيد ، د هيومين رائټس کميشن آف پاکستان چيئرمين جمشېد احمد، بريګيډيئر(ر) سلطان محمود ستي ، د اے پي اېچ سي شېخ عتيق ، سيد سبط الحسن او مذهبي سکالر خالد محمود عباسي هم وېنا وكړه
متعلقہ مضامین
-
Int’l Mountains day to be marked today
-
Chinese govt, companies, ANGCC Consortium keen to invest $ 8 bln in Ravi City project, PM told
-
Indian plot of systematic disinformation drive against Pakistan, China uncovered
-
Pakistan facing unprecedented onslaught of hybrid warfare
-
Contest between pro and anti status quo
-
Pakistan facing unprecedented onslaught of hybrid warfare
-
Pakistan Army hits India hard at LoC
-
Maryam Nawaz Sharif is not sitting on a couch and enjoying
-
Woman injured in Indian unprovoked firing along LoC: ISPR
-
Woman injured in Indian unprovoked firing along LoC: ISPR
-
56 more die due to COVID-19
-
Pakistan lauds progress at intra-Afghan talks, warns against spoilers’ intrigues