اسلام آباد 04 اکتوبر (اے پي پي) پخواني وزیراعظم او د قامی اسمبلۍ سپیکر راجه پرویز اشرف د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع استاذانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د مهذبې او تعلیم یافته ټولنې په تعمیر كښې د استاذانو کردار بنیادی اهمیت لري ، درس او تدریس پیغمبری شیوه ده،دې څانګې سره تعلق لرل د سعادت او اعزاز خبره ده،لوي څښتن انسانان د جهالت د تيارو څخه وېستلو او د انسانیت ښېګړې لپاره انبیاء کرام رالېږلې دي كومو چې د درس او تدریس د لارې انسانیت د جهالت څخه وېستلو نه آسمان ته رسولے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د استاذانو نړيوالي ورځ په موقع په خپل يو پیغام كښې كړې ده كومه چې هر كال په 5 اکتوبر په ټوله نړۍ كښې په ادب او احترام سره لمانځلے كېږي۔د قامی اسمبلۍ سپیکر ووئيل استاذان د قام معماران دي كوم چې د ځوان نسل ذهنی روزنه كښې په زړه پوړۍ كردار ترسره كوي۔ده ووئيل زمونږ مذهب د علم ترلاسه كولو ته اهميت وركوي او د استاذانو د ادب او احترام تلقین کوي۔ده ووئيل استاذانو له اسلام د روحانی مور او پلار درجه وركړې ده لهذا د هغوې عزت او احترام په موڼږ ټولو واجب دے۔ده د استاذانو نړيوالې ورځ په موقع استاذانو ته سلام كولو كښې ووئيل نن چې مونږ څه هم يو د خپلو استاذانو په سوب يو۔
متعلقہ مضامین
-
Is the time changing!
-
PRCS, ECHO work hand in hand against coronavirus
-
NAB launches awareness campaign to mark World Anti-Corruption Day
-
NAB launches awareness campaign to mark World Anti-Corruption Day
-
Murad Saeed launches E-Bidding System to ensure transperancy in bidding process
-
Finance Ministry denies Hafeez Shaikh received NAB notice
-
Former accountability judge Arshad Malik dies from COVID-19
-
Punjab government to encourage investments along the Ring Road, Sardar Tanveer Ilyas
-
Active Covid-19 cases cross 50,000 mark
-
Pakistan condemns the assassination of Iranian scientist Mohsen Fakhrizadeh in Tehran
-
International community must use all tools to hold India accountable, says FO
-
Pakistan condemns the assassination of Iranian scientist Mohsen Fakhrizadeh in Tehran