اسلام آباد۔24ستمبر(اے پی پی) د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي په موریطانیه كښې نړيوال كنفرنس ته خپل خطاب كښې په دويمه ورځ د كشمير او فلسطين مسئله په بشپړه ډول رامخې ته كړه۔ د اتوار په ورځ ترلاسه شوي يو بيان كښې وئيلې شوي دي چې په كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو نړيوالو لارښودو په ښه افكارو لرلو په لويه كچه د ده ستائنه وكړه۔ په دې كنفرنس كښې د 65 هېوادونو استازو ګډون وكړو۔ ده په دې خبره زور راوړو چې د كشمير او فلسطين مسئلو حل لپاره د اسلامي نړۍ يو والي ته اړتيا ده۔ ده په سولييزو مذاكراتو د باور څرګندونه كولو سره ووئيل اسلامي نړۍ مكالمه مهمه ګڼي خو د خپلو مقدس صحيفو بې حرمتي زغملې نه شي۔ ده په دې خبره هم زور راوړو چې او آئي سي او ملګرو ملتونو له به د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له په ګډه هڅې كول وي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفی په او آئي سي او ملګرو ملتونو زور راوړو چې هغه دې د مقدس اقدارو تحفظ باوري كړي٬ د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له دې د دې چارو حوالې سره فعاله ګامونه پورته كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Former National Assembly speaker passes away
-
National Covid positivity ratio mounts 7.01 percent, 2,186 patients critical, Experts told NCOC
-
Former National Assembly speaker passes away
-
FIA arrests suspects selling fake MDCAT papers
-
Panahgahs screened for coronavirus
-
Panahgahs screened for coronavirus
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
OIC Foreign Ministers decide to hold the 48th CFM Session in Islamabad in 2021: FO
-
CASS CONVERSATIONS WITH AMBASSADORS
-
Prime Minister Imran Khan is committed to the cause of Kashmiris: Ambassador Munir Akram
-
Punjab Police, Sindh Foundation sign MoU for blood donations
-
PDM vows to hold rally in Multan today