اسلام آباد 15 اګست (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي ميډيا ورکرز او خبريالې ورورولۍ ته د خپل اړخه په پاکستان اليکټرانك ميډيا رېګوليټري اتھارټي (پېمرا) بدلون بل د ملاتړ باور وركړے دے۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر مملکت د دې ملاتړ څرګندونه د پاکستان فېډرل يونين آف جرنلسټس (پي اېف يو جے)، آل پاکستان نيوز پيپرز سوسائټي (اے پي اېن اېس)، پاکستان براډ کاسټرز ايسوسي اېشن (پي بي اے)، کونسل آف پاکستان نيوز پيپر ايډيټرز (سي پي اېن اي) او د ايسوسي ايشن آف اليکټرانکس ميډيا ايډيټرز اينډ نيوز ډائريکټرز (ايمنډ ) نمائندګانو پلاوي سره په خبرو كښې وكړه كوم چې د نهې په ورځ صدر سره په ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په پلاوي كښې افضل بټ، ارشد انصاري، ناز آفرين سهګل، سرمد علي، شهاب زبېري، شکيل مسعود، اعجاز الحق، کاظم خان، اياز خان او اظهر عباس شامل وو۔ صدر مملكت د د پېمرا بدلون بل معارفي كولو له د ميډيا ورورلۍ اجتماعي هڅو ستائلو سره ووئيل د سركاري اشتهارونو د الېكټرانك ميډيا ملازمينو واجباتو ادائيګۍ سره تړلو سره به د دوئي د مسئلو حل كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ صدر مملكت پلاوي سره د قانون سازۍ په بېلو اړخونو هم تفصيلي خبرې وكړې۔ صدر مملكت ووئيل چې ميډيا او په خاص توګه مشران خبريالان دې د زده كړو ادارو او پوهنتونونو سره خپل تړون سوا كړي۔ مشران خبريالان دې د صحافت په مېدان كښې د نوي پېشرفت په اړه زده كوؤنكي خبر كړي۔ ده ووئيل د ميډيا ذمه واري ده چې خلق اخلاقياتو او د سوشل ميډيا ذمه وارو او تعميري استعمال څخه خبر كړي۔ پلاوي صدر مملكت ته د نوي بل د بېلو شقونو په اړه ووئيل۔ دوئي ووئيل دې بل سره به خبريالې ورورولۍ سره سره ميډيا ملازمينو ته هم ګټه ورسي۔ پلاوي په د بدلون بل په ملاتړ كولو او ميډيا كميونټي ته د پېښو مسئلو حل كولو كښې په خوښي لرلو د صدر مملكت مننه وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
Poll continues in GB amid tight security
-
PNS TABUK: ANOTHER FEATHER IN THE CAP
-
PNS TABUK AND PAKISTAN’S MARITIME SECURITY APPARATUS
-
FIA registers cases against Tareen and his son, Shehbaz Sharif’s two sons
-
Serena Hotels sponsored a three-day crafts extravaganza with Behbud Association
-
Serena Hotels sponsored a three-day crafts extravaganza with Behbud Association
-
CM Sindh Murad Ali Shah contracts coronavirus
-
Afridi warns world against jingoistic designs of India
-
‘Embroidering Dreams’ crafts extravaganza held in capital
-
Top political leadership polls their votes at different polling stations
-
Pak-Russia joint military exercise DRUZHBA-V continues
-
Schools not to be closed YET, Provincial education ministers fail to achieve consensus