بیجنګ۔10جولائی(اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او خصوصي اقداماتو وفاقي وزير پروفېسر احسن اقبال د ډيجيټل اكانومي ودې په اهميت رڼا اچولو سره وئيلي دي چې د هېواد تلپاتې پرمختګ باوري كولو له ډیجیټل اکانومی ضروري ده٬ نړۍ بايد د چين تجربو څخه استفاده وكړي او پاكستان د سي پېك د لارې د چين تجرباتو څخه زده كړه كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په بيجنګ كښې د “صنعت کاری او ډیجیټل کنکټیویټی” په سرخط يو مباحثې ته خطاب كښې وكړه۔ وفاقی وزیر ووئيل سي پېك منصوبه په يو مهم پړاؤ كښې داخل شوې ده٬ د اوسني حكومت راتللو سره په دې كښې تندي رامخې ته شوې۔ ده ووئيل دا دور د انډسټری 4.0 دے كوم چې كاروبار او سټارټ اپس له نوې لارې هوارې كړې دي او مونږ له به د ډیجیټل انقلاب د لارې رامخې ته شويو امكانانو څخه ګټه پورته كول وي۔ ده ووئيل حکومت په پاكستان كښې آر اېنډ ډی له په ترجيحي ببنيادونو فنډنګ بېلوي۔ ده ووئيل ډیجیټل کنکټیویټی په صنعتي څانګو كښې په مواصلاتو او همكارۍ كښې بدلون راوستلے دے۔ وفاقی وزیر ووئيل ای پاکستان، 5 ایز ((Es فریم ورک كښی يو مهم “ای” دے كوم چې په دې ورستيو كښې د منصوبه بندۍ وزارت لخوا پېل كړے شوے دے۔ وفاقي وزير ګډون كوؤنكو ته د حكومت لخوا په پورته كړې شويو مهمو ګامونو رڼا اچولو سره ووئيل حکومت د آرټیفیشل انټیلی جنس ، سائبر سکیورټی، آټومیشن او روبوټکس سنټرز جوړ كړي دي او په بګ ډېټا او کلاؤډ کمپیوټنګ، کوانټم کمپیوټنګ او نېنو ټیکنالوجی كار روان دے۔ ده ووئيل چین د ذكر وړ اقتصادي ټېکنالوجيکل پرمختګ كړے دے كوم چې دا پرمختګ كوؤنكو هېوادونو لپاره يوه د قدر وړ نمونه جوړوي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې وفاقي وزير احسن اقبال د سي پېک 10 كلونو دستورو په موقعه په 11 جولائي كېدونكې خصوصي يادګاري 12 مې د ګډې مرستې كمېټۍ (جے سی سی) كښې ګډون لپاره د چين په 4 ورځنۍ سركاري دوره دے۔
متعلقہ مضامین
-
Nawaz calls for Imran Khan’s ‘withdrawal’ to avoid further devastation of country
-
Zahida Perveen appointed new information secretary
-
Bank manager shot dead over ‘blasphemy’ in Khushab
-
Pak- Japan need to increase trade, volume of business for sustainable development
-
Minister opens tree planting campaign at PU
-
Trump or Biden: Pakistan ready to work with whoever wins US election
-
Traffic police directed to ensure smooth traffic flow on main avenues of Islamabad
-
Commissioner Zulfiqar Ahmed Ghumman directs MCL to curb beggary and enhance capacity of beggars
-
COMSATS among top universities in world ranking
-
PTI coalition partners express reservations, complaints to Imran Khan during luncheon
-
NAB tightens its grip against Sindh govt officials
-
NAB tightens its grip against Sindh govt officials