اسلام آباد 21 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف وئيلي دي چې پارلمان د هېواد تر ټولو لويه دانش ګاه ده٬ په سمر انټرن شپ پروګرام كښې به زده كوٶنكو ته د قانون سازۍ د طريقه كار زده كولو موقع ترلاسه شي، د پارلمان عزت او تکريم په مونږ ټولو فرض دے او د پارلمان تقدس په ځائ ساتل زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده، جمهوري نظام بهترين طرز حکمراني ده چې پكښې هر اولسي نمائنده ته د حلقے د لكهونو ووټرانو ملاتړ ترلاسه وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پارلمان كښې د سمر انټرن شپ پروګرام انټرنز ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده د پارلمان او ځوانانو ترمېنځه د خليج خاتمې په ضرورت زور رواړلو سره ووئيل پارلمان داسې ځائ دے چرته چې سياسي لارښود د رائيو اتفاق سره د قام تقدير بدلولو لپاره شپه ورځ كار كوي۔ ده ووئيل شهيد بېنظير بھټو د جمهوريت بحالي لپاره خپل ځان قربان كړې او تر آخري وخت ئې د امريت په ضد هڅې كړې۔ په دې موقع د قامي اسمبلۍ سېكتر د سمر انټرن شپ پروګرام انټرنز ته په ايوان كښې هركلے ووئيلو۔ د انټرن شپ پروګرام پېل نه پس سپيكر راجه پروېز اشرف د ويمن پارليمنټري کاکس سېكترې شاهده رحماني، د اېس ډي جيز ټاسك فورس کنوينئر رومينه خورشيد عالم انټرنز ځوانانو سره د شهيد بېنظير بهټو د 70مې سالګري كېك پرې كړو او د شهيدې لوړو درجو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه
متعلقہ مضامین
-
Social activists and citizens blocked Indus highway in Mehar town
-
FO condemns fake news about Pakistanis in France
-
Pakistan tent peggers in solidarity with Azerbaijan
-
Umme Rubab barred from visiting mausoleum of Bhuttos
-
Raids conducted on tip-off by Tiger Force at motorway rest areas
-
PML-F accuses PTI govt of patronizing land mafia
-
Plea for moving Christian girl Arzoo Masih to shelter home dismissed
-
Raids conducted on tip-off by Tiger Force at motorway rest areas
-
Umme Rubab barred from visiting mausoleum of Bhuttos
-
PML-F accuses PTI govt of patronizing land mafia
-
PTI holds free medical camp to raise awareness on breast cancer
-
At least 19 killed in attack on Kabul University