اسلام آباد۔22اکتوبر (اے پی پی) د خزانې او محصولاتو وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې سي پېك به د پاكستان معيشت مخ په وړاندې بوتللو او د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د عوامي جمهوريه چين سفير نونګ رونګ سره ملاقات كښې وكړه۔ د خزانې وفاقي وزير د چينائي سفير هركلي كولو سره ووئيل پاكستان چين سره د ملګرتيا ژورې اړيكې لري كومې چې هرې يوې تېرېدونكې ورځې سره لا مضبوطېږي۔ د خزانې وزير اوسني حكومت ته په پېښو چېلنجونو او هغه پالېسيو رڼا واچوله د كومو مقصد چې په هېواد كښې معاشي او مالياتي استحكام راوستل دي۔ د خزانې وزير د سېلاب نه ساتلو او پاكستان ته د 15 اربه يو آن په آسانو قسطونو ادائيګۍ كښې په مرسته كولو د چين حكومت او مشرتابه مننه وكړه۔ د چين سفير نونګ رونګ پاكستان لپاره د چين حكومت لخوا د پرله پسې مرستې او ملاتړ پخلي كولو سره په پاكستان كښی په بېلو منصوبو كښې چينائي كمپنيو ته د آسانيو په وركولو د پاكستان حكومت مننه وكړه۔ ده د سي پېك په برخه كښې د خصوصي اقتصادي زونز په پرمختګ كښې د چين حكومت لخوا د بشپړه ملاتړ او مرستې باور وركړو۔ په ملاقات كښې د پاكستان وزيراعظم د چين مجوزه دورې په اړه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه او هيله ولرلې شوه چې دې دورې سره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطې شي
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
SC accepts appeal by Daniel Pearl’s family against Sheikh’s acquittal
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Army captain martyred in clash with terrorists