اسلام آباد 16 جون (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قېصر د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري سره د شورو په ورځ ټېلي فوني خبرې وكړې او په دې موقع ئې د بجټ غونډې په مهال ايوان كښې د سازګار ماحول په ساتلو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د قامي اسمبلۍ سېكټرېټ له مخې د دواړو مشرانو ترمېنځه د بجټ غونډې په مهال په ايوان كښې د سازګار ماحول په ساتلو د خيالاتو څرګندونه شوې۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل چې تېره ورځ په ايوان كښې رامخې ته شوې ناوړه پېښې د افسوس وړ دي٬ په ايوان كښې خوشګوار ماحول ساتل د حكومت او مخالفې دلې مشتركه ذمه واري ده۔ ده ووئيل ټول پارلماني مشران دې د بجټ په غونډه كښې د ايوان ماحول خوشګوار ساتلو لپاره خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل تېره ورځ په عونډه كښې په هنګامه او غېر پارلماني ژبه كاروونكو غړو د اسمبلۍ حدودو ته په داخلېدو بنديز لګولے شوے دے۔ په دې موقع د پيپلز ګوند چيئرمېن بلاول بهټو زرداري د سپيكر موقف سره اتفاق وكړو او سپيكر ته ئې په ايوان كښې د سولييز ماحول ساتلو كښې د مرستې باور وركړو
متعلقہ مضامین
-
Pakistan excels as ‘anchor of peace’ at foreign policy front in 2020
-
Lahore CCPO Umar Sheikh removed from post
-
Lahore CCPO Umar Sheikh removed from post
-
Lahore CCPO Umar Sheikh removed from post
-
PDM leaders meet at Jati Umra to discuss future strategy
-
Hamza Rajpoot – vlogging his way to excellence
-
PM performs ground-breaking of US 100mln automobile plant
-
China assures Pakistan to provide over 1 million COVID-19 vaccine doses
-
Punjab govt taking steps to ensure cleanliness in Lahore
-
Law Ministry dealt with 17 ordinances, 36 acts in 2020
-
FFC organises corporate conversation on SDGs
-
KP govt extends Sehat Card Plus programme to another 14m people