اسلام آباد 29 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي راوي سټي پروژه يوه فلېګ شپ پروژه ده كومه چې په معاشي پرمختګ كښې ډېر اهميت لري، په هېواد كښې ماحولياتي تحفظ لپاره چې كوم اقدامات اوسني حكومت كړي ، په تېر وخت كښې مثال نه لري. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د راوي سټي او د سېنټرل بزنس ډسټركټ پروژو د پرمختګ په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په غونډه كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د خزانې وزير شوكت فياض ترين، د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل، د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن لېفټېننټ جنرل﴿ر﴾ انوار علي حېدر او اعلٰی چارواكو ګډون وكړو. د پنجاب وزيراعلٰی صلاحكار ډاكټر سلمان، د پنجاب وزيراعلٰی خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان او د پنجاب چيف سېكرټري جواد رفيق ملك په بريفنګ كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون كولو. د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهاټۍ چيئرمېن وزيراعظم ته د پروژو په اړه بريفنګ وركړو. وزيراعظم د راوي سټي پروژې په اهميت زور رواړلو سره ووئيل راوي سټي پروژه يوه فلېګ شپ پروژه ده كومه چې په معاشي پرمختګ كښې ډېر اهميت لري، په هېواد كښې ماحولياتي تحفظ لپاره چې كوم اقدامات اوسني حكومت كړي هغه په ماضي كښې مثال نه لري. وزيراعظم د راوي سټي او سېنټرل بزنس ډسټركټ پروژو په لارو كښې د ستونزو د سمدستي هوارولو امر هم وكړو.
متعلقہ مضامین
-
CM Punjab meets Speaker of Punjab Assembly and acting governor
-
Abbasi accuses NA speaker regarding attendance of detained legislators
-
Abbasi accuses NA speaker regarding attendance of detained legislators
-
CM Punjab meets Speaker of Punjab Assembly and acting governor
-
Reports about Saudi, UAE ministers’ remarks on Kashmir ‘speculative’: FO
-
By-election for PS-11 to be held on Oct 17
-
Non-bailable arrest warrant issued against PTI leader Aleem Khan
-
Top army, navy officers visit SC
-
Top army, navy officers visit SC
-
Italian envoy hails PRCS humanitarian services
-
Court permits Zardari to have AC if recommended by medical officer
-
Court permits Zardari to have AC if recommended by medical officer