اسلام آباد 23 اپرېل (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس په نتيجه كښې زيات كسان د پنجاب نه پس په خېبر پښتونخوا كښې په حق رسېدلي دي. د تېرو 24 ساعتو په مهال په ټول هېواد كښې د كورونا په وبا نور 144 كسان په حق رسېدلي چې پكښې 57 كسان په وېنټي لېټرز وو. د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر﴿اېن سي او سي﴾ لخوا جاري شوو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 5870 كېسونه رپورټ شوي. د تېر شوا روز په مهال په هېواد كښې د كورونا 53 زره 818 ټېسټونه شوي. په هېواد كښې د كورونا څخه د ښه شوو كسانو شمېره 6 لكه 82 زره 290 ته رسېدلې. په ګلګت بلتستان او بلوچستان كښې د كووډ كوم رنځور په وېنټي لېټرز نشته. په هېواد كښې كووډ لپاره په بېلو كړو وېنټي لېټرز 562 رنځوران پراته دي. په هېواد كښې د كورونا وائرس د فعاله كېسونو شمېره 84 زره 976 ده او د ځپليو ټوله شمېره 7 لكه 84 زره 108 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا په نتيجه كښې د حق رسېدليو كسانو شمېره 16 زره 842 ته رسېدلې. تر اوسه د كورونا يو كروړ 14 لكه 31 زره 241 ټېسټونه شوي. په ټول هېواد كښې د كووډ علاج لپاره په بېلو كړو 633 روغتونونو كښې د كورونا 5 زره 534 رنځوران تر معالجې لاندې دي
متعلقہ مضامین
-
Bus, van collision near Sheikhupura leaves 13 dead, a dozen wounded
-
Embassy of Pakistan, Washington DC holds an event on Sikh Yatra
-
UNAIDS and UNFPA launch the fourth annual progress report of the Global HIV Prevention Coalition
-
PM, services chiefs get security briefing at ISI Headquarters
-
Forest department removes encroachments from 1000 acres of land in Kundah Forest
-
Capital running short of proper burial spaces
-
Support to Palestinians cardinal pillar of Pakistan’s foreign policy: Munir
-
Govt to work with church leaders against forced conversions, underage marriages
-
Govt increases HSD price by Rs4/litre
-
Pakistan safest country for Sikhs, other minorities: Qadri
-
SC rejects plea against Qazf proceedings in false rape case
-
Buzdar allows free treatment of ordinary citizens