اسلام آباد 14اپريل (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي په پوليس او نورو ادارو تشدد كښې ككړو تورونو له به مثالي سزا وركولې شي٬د تحريك انصاف حكومت د 50 لكه كورونو جوړولو وعده اوس پوره كېږي۔د شورو په ورځ په خپل يو ټوېټ كښې وفاقي وزير ووئيل رياست د داسې ټهګانو څخه چرته هم بليك مېل شوے او نه به شي۔فواد چوهدري ووئيل په جمهوريت كښې بېلو ډلو ته د خپل نقطه نظر وړاندې كولو اجازه شته خو د كوم هم طاقت د لارې حكومت بليك ميل كولے نه شي۔فواد چوهدري ووئيل په پوليس او قانون نافذ كوونكو نورو ادارو قوم وياړ لري۔په ټوله نړۍ كښې وردۍ والا د رياست د اعزاز علامت ګڼي او په هر وګړي د(پوليس) تحفظ او د وقار حفاظت كول واجب دے۔ده ووئيل كومو خلقو چې د دې اصولو خلاف ورزي كړې هغه د قام مجرمان دي۔ده ووئيل د هېواد په ټولو لويو لارو ټرافېك روان دے۔ده ووئيل د پاكستان تحريك انصاف حكومت په مشرۍ كښې د 50 لكه كورونو جوړولو وعده اوس پوره كېږي۔ده ووئيل كومو سياسي مخالفينو چې دا سوچ كړے چې وزيراعظم عمران خان به 50 لكه كورونو څنګه جوړوي اوس هغوي شرمنده دي۔فواد چوهدري دا هيله څرګنده كړه انشاﺀ الله د پرمختګ دا سفر به روان وي۔ده ووئيل د اسلام آباد او لاهور نه پس وزيراعظم عمران خان په سرګودها كښې د زرګونو كورونو جوړولو پروژه پېل كړې۔ده ووئيل د وزيراعظم تعميراتي پېكج له مخې بېنكونه د لاكهونو كورونو جوړولو لپاره قرض وركوي
متعلقہ مضامین
-
PDM leaders condemn Ali Musa Gillani’s arrest
-
Admiral Fasih Bokhari: adieu to a sailor
-
Pakistan’s textile demand reaches at its highest
-
PDM leaders condemn Ali Musa Gillani’s arrest
-
Chairman NAB chairs high level meeting
-
SHC accepts Khursheed’s plea for hearing in assets case
-
Court ratifies NAB report about freezing Mandviwalla’s 3.1m shares
-
In recognition of his Sacrifices and Contributions for Pakistan
-
UAE suspends new visas for Pakistan due to ‘security concerns’: report
-
SC grants bail to Ahad Cheema in Ashiana housing case
-
Hospitals full as second wave of virus grips Pakistan
-
PPP’s Ali Musa Gillani granted bail