اسلام آباد 05 مارچ (اے پي پي) په وفاقي پايه تخت اسلام آباد كښې د جمعې په ورځ د سېلګرې درې ورځنې كورنۍ مېله پېل شوې. په دې درې ورځنې مېله كښې به د اسلام آباد او نزدې سيمو وګړي د تفريح غوره اسانۍ ولري او وفاقي وزيرانو وئيلي دي وګړو لپاره د وزيراعظم په سپارښتنه دا ښكلې مېله منقد شوې. په مېله كښې د ماشومانو او د مېرمنو د خوښې ايونټس شامل دي، وګړو ته خواست دے چې په بشپړه توګه دې مېله كښې ګډون وكړو. د جمعې په ورځ د اسلام آباد په اېف نائن پارك كښې د دې ښائسته مېلې د پرانستې دستوره وشوه. په مېله كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز، د هوابازې وفاقي وزير غلام سرور خان، د توان وزير عمر ايوب خان، د بين الصوبائي رابطې وفاقي وزيرې ډاكټر فهميده مرزا، د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر، د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال زلفي بخاري او د پاكستان پېراګلائيډز اېسوسي اېشن مشرانو پشمول وګړو په لويه شمېره ګډون وكړو. په دې موقع د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير شبلي فراز ووئيل وګړو لپاره د وزيراعظم په خاص هدايت دا ښكلې مېله جوړه كړې شوې. په مېله كښې ملكي او غېړ ملكي استازي ګډون كوي. د مېلې اهتمام نجي څانګې كړے او حكومت ئې بشپړه مرسته كړې. ده ووئيل پېراګلائنډنګ ګران شوق نه دے، ځوانان دې په دې لوبه كښې برخه واخلي. په دې موقع وفاقي وزير ډاكټر فهميده مرزا ووئيل په وړومبي ځل سپورټس او د سېلګرې څانګې سره په ګډه فېسټول كوو. د اسلام آباد او پاكستان اولس د مباركې حقدار دے . فېسټول د دې خبره څرګندونه ده چې په هېواد كښې د امن او امان صورتحال ډېر ښه دے. د دې مېلې په كولو پېراګلائيډز اېسوسي اېشن ته مباركي وركوم. هغې ووئيل په دې فېسټول ډېره خوشحاله يم. زمونږ په بلنه د دبئي څخه په هره څانګه كښې نوم پېدا كوونكې سكينه هم راغلې. وفاقي وزيرې وګړو ته خواست وكړو چې په دې مېله كښې په ښه ډول ګډون وكړي.دغسې نورو وفاقي وزيرانو او چارواكو هم په مېله د خوشحالې څرګندونه كړې
متعلقہ مضامین
-
Over 177 appointments in higher grades made in BMC without fulfilling codal formalities
-
Commissioner Lahore pays surprise visist to Lal Pul Sahulat Bazaar
-
Entire Punjab will be covered in Sehat Insaf Cards Program in three phases: Health Minister
-
Rising Turkey at 97
-
Municipal Committee Town Planning Officer Arrested by Anti Corruption
-
Pakistan rejects Modi’s Pulwama attack claim
-
Pakistan to engage Muslim leaders against rising Islamophobia: PM
-
Pakistan expects US to be even-handed in region, especially on Kashmir: Imran
-
European academia must step up to counter Islamophobia: Dr Zakar
-
Government, opposition continue to push limits despite calls for negotiations
-
No plan to close schools in Punjab, says minister
-
Plea for moving Christian girl Arzoo Masih to shelter home dismissed