اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د مواصلات وفاقي وزير مراد سعید وئيلي دي د مواصلاتو وزارت او د ماتحت ادارو لپاره د اخستې شوي قرض تفصيلات به پخپله د وزیراعظم احتساب کمېسون ته وړاندې كوٶ۔ د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې مراد سعيد ووئيل په تېرو لسو كالو كښې د سترو لارو ښكلا او بيا رغونې لپاره د موجوده او د تېرو حكومتونو په دورونو كښې د اخستې شوې قرض تفصيلات به د وزیراعظم احتساب کمیشن ته وړاندې كوٶ۔ ده ووئيل كرپټ سياست مدار او د هېواد خزانه لوټ كوٶنكې د احتساب د لارې انصاف سره مخ كول دي٬ حکومت به لوټ كړې قامي دولت بېرته راستنولو ذمه واري ترسره كوي۔ ده ووئيل د وزارت ذمه وارۍ پغاړه اخستو سره د وزيراعظم د كفايت شعارۍ پروګرام له مخې د وزارت 219 ګاډي نيلام كړي شوي ۔ ده ووئيل اېن اېچ اے 11 اربه روپۍ په اضافي توګه ګټلې كومو لپاره چې وزارت د وزیراعظم د وژن له مخې اقدامات كړي او دغسې پوسټل سروسز د تېر كال په مقابل كښې 6 اربه اضافي آمدن ترلاسه كړې۔ ده ووئيل اېن اېچ اے د بېلا بېلو منصوبو لپاره د خاص آډټ له مخئ درې اربه روپۍ برآمد كړې ٬ د محكمانه آډټ كمېټي اختيارومندې جوړولو سره مونږ د قدر وړ كاميابۍ ترلاسه كړې۔ ده په احسن اقبال د كرپشن تورونه لګولو سره ووئيل ھغه په ملتان سكهر موټروے كښې د اربونو روپو كرپشن كړې او اوس وخت راغلې چې د ھغه احتساب وكړې شي۔ مراد سعید ووئيل په وزارت كښې د شوو بې قاعدګو پحقله به ټول رېكارډ په يوه اوونۍ كښې د وزيراعظم احتساب كمېسون ته وركولې شي
متعلقہ مضامین
-
High-level meeting reviewed
-
Judiciary, legal fraternity’s role key in upholding rule of law: Imran Khan
-
Hajj Monitoring System launched for prompt resolution of intending pilgrims’ complaints
-
Judiciary, legal fraternity’s role key in upholding rule of law: Imran Khan
-
Judiciary, legal fraternity’s role key in upholding rule of law: Imran Khan
-
PM Shehbaz hopes to strengthen ties with UK in various fields
-
Motorbikes companies increases prices again
-
NEPRA approves price hike of Rs3.99 per unit
-
Pakistan releases second humanitarian assistance to Ukraine
-
Pakistan releases second humanitarian assistance to Ukraine
-
CTD arrests terrorist involved in Railway track blasts
-
Sirajuddin Aziz launches new book