اسلام آباد/بشکېك 22 مئي (اے پي پي) د بهرنيو چارو وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي د شنګھائي مرستې تنظيم ( اېس سی او) د معاشی تجزیاتی مرکزونو کنسورشیم د لارې د سيمه ايز پرمختګ په موضوعاتو تحقيق كول يو ګتور ګام دے۔ په غړو هېوادونو كښې اقتصادي ٬ معاشي او تجارتي مرستې له به تحقيقي مركزونه ډېر مهم اوګرځي ۔ د اېس سی او د عمومي سېكتر د پاكستان دورې ته سترګې په لار يؤ۔ د تنظيم د غړو هېوادونو ترمينځه مرستې له د عمومي سېكتر هڅې د ستائنې وړ دي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ بشکېك كښې د شنګهائي مرستې تنظيم خارجه وزيرانو كونسل غونډې په مهال د اېس سي او عمومي سېكتر ولاد میر نوروو سره په ملاقات كښې كړې۔ خارجه وزير عمومي سېكتر ته د اېس سي او د عمومي سېكتر په چوكۍ سنبهالولو مباركي كولو سره ووئيل ستاسو په مشرۍ كښې به تنظيم لا ترقي وكړي او د تنظيم به سيمه ايز او نړيواله اهميت لا زيات شي ۔ ده ووئيل مونږ د اېس سي او د عمومي سېكتر د پاكستان دورې ته سترګې په لار يو او هيله لرو چې ھغوي به د خپلې تاريخي دورې ډېر زر اعلان وكړي۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل د مرستې د نوو لارو لټولو لپاره د اېس سي او د سېكټرېټ د محنت او د غړو هېوادونو لخوا د هلو ځلو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د اېس سي او د معاشي تجزياتې مركزونو د كنسورشيم د لارې د سيمه ايز پرمختګ په موضوعاتو تحقيق كول مثبت ګام دے٬ د اېس سي او هېواد كښې اقتصادي٬ معاشي او تجارتي مرستې لپاره به دا مركزونه ډېر مهم ثابت شي٬ دغسې كوچني كاروبار لپاره فورم او د اېس سي او غړو هېوادونو د يوته ارګنائزېشن جوړول د ستائنې وړ دے او دې اقداماتو سره د ځوانانو صلاحيتونه پكار راوستلو سره د بهترۍ نور مقاصد ترلاسه كېدې شي۔ د اېس سي او عمومي سېكتر د شنګهائي مرستې تنظيم په غونډه كښې په ګډون كولو د خارجه وزير مننه كولو سره ووئيل زه به د دې تنظيم د ټاكلو هدفونو تر سره كولو لپاره هڅې كوم
متعلقہ مضامین
-
Future of work, workman and workplace: The FoW3 9R Model
-
Saudi Arabia mulls extension of $3bn deposit to Pakistan
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
Future of work, workman and workplace: The FoW3 9R Model
-
Pakistan, Saudi Arabia express resolve to boost trade ties
-
Chinese president stresses right to ‘subsistence and development’
-
IHC dismisses plea against Senate chairman
-
IHC asks authorities to produce five missing persons
-
Imran wants bloodshed to keep alive his dwindling politics: Ikhtiar Wali
-
Punjab govt fires 30 law officers linked with PTI, PML-Q
-
Imran Khan committed contempt of court: Rana Sanaullah
-
Dacoits rape teenage girl in front of father in Pattoki