جنېوا ۔ 20 مئی (اے پی پی) د روغتيا دوهم وزير ډاكټر ظفر مرزا خپل پلاوي سره د ورلډ هېلت اسمبلی غونډه كښې ګډون كولو له جنېوا ته رسېدلې دې چرته به چې هغه غړي هېوادونه پاكستان كښې د روغتيا په اړه اصلاحاتي ايجنډې څخه خبروي۔ ډاكټر ظفر مرزا جنېوا څخه خپل يو بيان كښې وئيلي دي دا غونډه ډېره مهمه ده ولې چې د ډبلیو اېچ او دا غونډه په 194 هېوادونو مشتمل ده او په روان دور كښې د روغتيا څانګه يوه د ګډې ذمه واري ده چې مقصد ئې دفاعي نظام ته رسېدل دي۔ ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې به حكومت د روغتيا په اصلاحاتي ايجنډه اخلاص سره عملدرآمد کوي۔ د روغتيا وزير وئيل په ورلډ هېلت اسمبلی كښې په نړيواله كچه روغتيا لپاره پالېسۍ وضعه كولې شي۔ ده ووئيل دا غونډه يوه مهمه موقعه ده د كومې د لارې چې د روغتيا په څانګه كښې د روان پرمختګ او چېلنجونو په اړه معلومات ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل د غونډې په مهال به د روغتيا نړيوالې ادارې ډي جي ٬ ريجنل ډائرېكټر او د نورو اړوندو څانګو مشرانو سره ملاقاتونه وكړې شي۔ دې ملاقاتونو كښې به پاكستان كښې د روغتيا څانګې مستحكم كولو له د لا مرستې خواست كولې شي۔ دې سره سره به د بېلو هېوادونو د روغتيا وزيرانو سره هم ملاقاتونه كولې شي په كومو كښې به چې د روغتيا څانګه كښې په مرسته غور كولې شي
متعلقہ مضامین
-
IHC seeks report on FIRs against journalists
-
Imran tells US to sack Donald Lu
-
‘Brutal crackdown’: Imran Khan denounces raids on PTI leaders’ houses
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
FM Bilawal arrives Davos to attend World Economic Forum
-
Training session for intending Haj pilgrims held
-
Polio refusal cases need special attention: DC
-
Youm-e-Takbeer – a glaring example of indomitable resolve
-
Police seizes weapons from house of PTI leaders
-
PTI all set for ‘Azadi March’ towards Islamabad amid blockades
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
Media facilitation center set up at PID