اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د حكومتي چارو ډيجيټلائزېشن او د حكومت وژن له مخې سپيځلتيا باوري كول٬د سرې فيتې خاتمې٬ د مجموعي خذمات رسنې باوري كولو لپاره د بلاك چين غوندې جديد ترين آئي ټي ټېكنالوجي په كارولو غور اوشو۔د متحده عرب امارات څخه پاكستانو آئي ټي پوهانو د بېلو سركاري چارو ډيجيټلائزېشن په اړه وزيراعظم ته بريفنګ وركړو۔دا ډله د وزيراعظم د خاص چارو مرستيال ذوالفقار عباس بخاري رابللې وه۔په غونډه كښې د بلاك چين غوندې جديدې ټېكنالوجي كارولو او د حكومتي چارو سپيځلو او په موثره جوړولو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د بريفنګ په مهال د پاكستان لپاره نيكسټ جنرېشن ټرېډ پليټ فارم ته خاص پام لرنه وكړې شوه كوم سره به چې پاكستان خپل تجارتي شراكتدارو سره د ښه تجارت نوې دور ته داخل شي۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل ډيجيټلائزېشن د سركاري چارو موثره او سپيځلتيا لپاره مهم دے۔آئي ټي ټېكنالوجي به د دې مسئلو حل كولو له مرستياله وګرځي ۔ده ووئيل د جديدې ټېكنالوجي سره به په معاشي پرمختګ كښې خنډان لرې شي او ډيجيټلائزېشن سره به د سركاري ادارو ترمينځه رابطې او هم غږۍ ته وده ترلاسه شي او د كاروبار آسانۍ له به مرسته ترلاسه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Unauthorized civil works compromise personal safety & infrastructure: KE
-
LHC issues notice to Punjab govt on plea challenging dismissal of 19 law officers
-
‘Cultural diversity key to development’
-
Decision won’t affect Punjab govt: PML-N
-
LHC issues notice to Punjab govt on plea challenging dismissal of 19 law officers
-
Imran Khan’s sexist remarks about Maryam Nawaz triggers civil society, politicians
-
Model Neha Rajpoot, Shahbaz Taseer welcome first child
-
PTI leader Shireen Mazari arrested from Islamabad
-
NDMA provides firefighting equipment to Balochistan govt
-
PTA blocks 26.03 mln fake, replica mobile devices
-
Court extends bail of PM, Hamza till 28th
-
China firmly supports Pakistan in defending national sovereignty, achieving stability: Chinese Charge d’Affairs