اسلام آباد 17 اپرېل (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ زرعي مصنوعات لپاره جوړې كړې خاص كمېتۍ پرېكړه كړې چې د هاٶسنګ سوسائيټو زياتېدو لاره نيولو لپاره به قامي اسمبلۍ كښې قرارداد وړاندې كولې شي ٬ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي هاٶسنګ سوسائيټۍ د ګرد هېواد مسئله ده٬ د سوسائټو له امله زرعي زمكې ختمېږي۔ د شورو په ورځ د خاص كمېټۍ غونډه د سپيكر اسد قېصر په مشرۍ كښې په پارلمان كښې اوشوه ۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې اسد قېصر ووئيل د كركيلې په اړه څلورو واړو صوبو سره روابط جوړول غواړو٬ د اتلسم بدلون نه پس د كركيلې څانګه صوبو له تللې٬ غواړو چې كروندګرو ته زياتې آسانۍ وركړې شي۔ ده ووئيل د اوسنيو بارانونو له امله د كروندګرو زيات زيان شوې٬ صوبې دې د خپلو خپلو كروندګرو د زيان اندازه ولګوي ۔ ده ووئيل كروندګرو ته د زيان ريليف په اړه به وزيراعظم سره خبره كوم۔ ده ووئيل زرعي مصنوعات لپاره دې نوې منډۍ ولټولې شي۔ په دې موقع د نېشنل فوډ سېكتر هاشم پوپلزئۍ ووئيل هېواد كښې سمارټ اېګريكلچر نظام نه دې معرفي كړې شوې٬ تېر وخت كښې زرعي څانګه نظر انداز كړې شوې۔ په دې موقع د كمېټۍ غړو په اړوندو چارو خبرې وكړې
متعلقہ مضامین
-
IHC points out objections on plea of ex-governor Punjab
-
Soldier martyred in South Waziristan IED blast
-
Soldier martyred in South Waziristan IED blast
-
PTI moves LHC to send Hamza Shehbaz home
-
PTA takes down Twitter handles impersonating army officers
-
Indian court convicts Yasin Malik of ‘terrorism’
-
Ban on luxury items to save billions: Shehbaz
-
NA passes FRDL (Amendment) Bill, 2022
-
New Gwadar international Air port to be operational by 2023
-
FM Bilawal invites Pakistan-US Congressional Caucus to visit Pakistan
-
FM Bilawal invites Pakistan-US Congressional Caucus to visit Pakistan
-
Govt’s focal point is to serve humanity: CM