بیجنګ ۔ 01 اپرېل (اے پی پی) د چين حكومت د وزيراعظم عمران خان لخوا ګوادر كښې د نړيوال هوائي مېدان بنياد تيګه اېښودو عمل ستائلو سره وئيلي دي دا منصوبه به نه يوازې د دواړو هېوادونو په ګټه وي بلكې د نړۍ په پرمختګ كښې به هم خپل كردار ترسره كړي۔ دا خبره د چين خارجه وزارت وياند ګېنګ شوانګ د ګل په ورځ بيجنګ كښې د معمول پرېس بريفنګ په مهال د اے پي پي لخوا د يوې پوښتنې په ځواب كښې وكړه۔ ده ووئيل ګوادر كښې د نوې نړيوال هوائي مېدان د بنياد تېګه اېښودلو دستوره كښې د وزيراعظم عمران خان ګډون د ستائنې وړ دې۔ مونږ د دواړو هېوادونو ترمينځھ د عملي مرستې په امكاناتو بشپړه باور لرو۔ ده ووئيل دا منصوبه به نه يوازې د دواړو هېوادونو په ګټه وي بلكې د نړۍ په پرمختګ كښې به هم خپل كردار ترسره كړي۔ وياند ووئيل پاكستان او چين د بېلټ اېنډ روډ فریم ورک ترسېوري لاندې په بېلو منصوبو كار روان ساتلې دې۔ دا منصوبې ددواړو په ګټه دي۔ ګوادر كښی نوې نړيوال هوائي مېدان ددواړو هېوادونو ترمينځھ د مرستې يو مثال دې
متعلقہ مضامین
-
Imran wanted to derail democracy: Senator
-
Bilawal House conspired against Imran khan; don’t blame White House: PPP Chairman
-
All provinces to develop cluster of industries under CPEC: Ahsan Iqbal
-
Shehroze Kashif, Abdul Joshi excel in mountaineering world
-
Hot, partly cloudy weather likely to prevail in KP: Met office
-
Admin inspects quality, quantity and price of petrol
-
ANP delegation visits PPP secretariat
-
TAVI workshop held at GIMS Khairpur
-
KP CM foresees general elections very soon
-
No hospital established for heart surgeries in last three years: Qadir Patel
-
Railways lease over 4,578 acres land to earn profit
-
Anti-corruption investigations to be launched against Buzdar: Tarar