اسلام آباد 05 مارچ( اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر سره پاكستان كښې د ازبكستان سفير فرقت صدیقوف د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې ليدلي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل هند پرله پسې د اشتعال انګېزۍ او د جنګي اقداماتو څڅه ډډه نه كوي٬ پاكستان د امن پېغام وركولو سره سوئيلي آسياء د جنګ د خرابو څخه لرې ساتل غواړي٬ هند نړيوال قوانينو خلاف ورزي كولو سره د پاكستان د فضائي حدودو خلاف ورزي كړې٬ ګرده نړۍ د پاكستان لخوا د هندي پائليوټ خوشې كول منطقه كښې امن په ځائ ساتلو لپاره احسن اقدام ګرځولې دې۔د پاكستان او ازبكستان د اړيكو ذكر كولو سره سپيكر ووئيل د مېنځنۍ آسيا رياستونو سره د پېړو راهېسې په مذهبي٬ تجارتي ٬ كلتوري او په نسلي اړيكو مونږ ناز كوٶ٬ د پاکستان او ازبکستان دوستانه او د ورورولۍ اړيكې لري او پاكستان دا اړيكې لا قوي كول غواړي۔ ده ووئيل ازبکستان د حديث د تدوین جید عالم امام بخاري زمكه ده كومه چې پاكستان لپاره متبرك ده۔ په دې سپيكر د ازبکستان سفیر د هندي رويې په ضد د پارلمان شريكې غونډه په يوه خله د منظور شوي قرارداد په اړه هم خبر كړو۔ د ازبکستان سفیر فرقت صدیقوف ووئيل پاکستان د منطقې مهم هېواد دې او ازبكستان پاكستان سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي۔ په دې موقع د سفير سپيكر اسد قېصر ته د ازبكستان دورې بلنه هم وركړه
متعلقہ مضامین
-
Air pollutants show slight uptick in atmosphere amid soaring temperature
-
DC for immediate steps in heatwave
-
Two illegal colonies sealed in Faisalabad
-
Dust storms, rain to bring slight relief for heat stricken in coming days: PMD
-
Heat wave to persist in KP from May 15 to 21
-
Dust storms, rain to bring slight relief for heat stricken in coming days: PMD
-
COAS appreciates operational preparedness of troops
-
PTI to hold public meeting at VIP Cricket Ground Sialkot
-
Air pollutants show slight uptick in atmosphere amid soaring temperature
-
‘Pakistan deprived of true friend Khalifa bin Zayed’
-
Relief activities in remote areas of Cholistan reviewed
-
Punjab CM directs early completion of development projects