اسلام آباد 20 فروری (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان منی لانډرنګ كښې ككړ كسان د قام مجرمان ګرځولو سره وئيلي دي داسې عناصر د څه ډول رعایت مستحق نه دي، د منی لانډرنګ له امله هېواد خطر سره مخ كيږي ٬ د مني لانډرنګ مخنيوي له به سخت اقدامات کول وي، پیسه پتول او بهر هېواد كښې په ذاتی خزانه كښې اچولو سره نه يوازې هېواد د سخت صورتحال سره مخ شوے بلکه په هېواد قرض هم زيات شوې۔ده دا خبره د منی لانډرنګ مخنيوي لپاره د شوو هڅو پیشرفت د جاج غونډې مشري كولو سره وكړه۔ د قانون وزیر ډاکټر فروغ نسیم، د احتساب لپاره خاص مرستيال شهزاد اکبر، د آئی اېس آئی ډی جی لیفټېننټ جنرال سیّد عاصم منیر احمد، د كورنيو چارو سيكتر ، د اېف بی آر چیئرمېن ، د اے این اېف ډی جی ، هوم سیکتران او نورو چارواكو پھ غونډه كښې ګډون كولو۔ د كورنيو چارو سيكتر وزیراعظم د منی لانډرنګ مخنيوي له تر اوسه د پورته كړو ګامونو نه خبر كړو۔ ده په خاص توګه د منی لانډرنګ په اړه د انتظامی او قانون سازۍ اقداماتو پھ اړه هم ووئيل۔په دې موقع وزیراعظم ووئيل منی لانډرنګ كښې ككړ كسان د قام مجرمان دي، داسې عناصر د څه ډول رعایت مستحق نه دي۔۔ ده ووئيل د منی لانډرنګ له امله هېواد سخت خطر سره مخ كېږي ٬ د مني لتنډرنګ مخنيوي له اقداماتو ته اړتيا ده۔ وزیراعظم ټولو ډلو ته د منی لانډرنګ مخنيوي له د هڅو كولو او دا خبرې باورې كولو له سپارښتنه وكړه چې دې ډول کارروائیو كښې ككړ كسان د سزا څخه بچ نشي
متعلقہ مضامین
-
LHC CJ to hear plea for Hamza Shehbaz oath taking on 21st
-
Maryam Nawaz pays tribute to martyred Policeman
-
ANF recovers Hashish; arrests two accused
-
AJK PM calls on IK at Banigala
-
AJK PM calls on IK at Banigala
-
11 enterprises setting up industrial units in Rashakai SEZ
-
Coca-Cola and Rizq work to create a hunger-free Pakistan
-
Fatemi made SAPM on foreign affairs
-
PTI put country on verge of disaster: PPP
-
PDMA for mitigation measures for monsoon season
-
KP CM performs groundbreaking of Swat varsity women campus, Malam Jabba to Shangla road
-
Construction work on Malir Expressway in full swing