اسلام آباد 15 فروری (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن محمد صادق سنجرانی سره د مصر سفیر احمد محمد فضل یعقوب د جمعې په ورځ پارلیمنټ هاؤس كښې وليدل۔ د ملاقات په مهال د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په دې موقع د سېنېټ چیئرمېن صادق سنجرانی ووئيل مصر او پاكستان خپلو كښې سیاسی، سماجی او كلتوري اړيكې لري۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي۔ د مصر پخوانې تهذیب او تمدن اثرات په ټوله سيمه كښې نن هم ښكاره دي۔ ده ووئيل پاكستان مصر سره دوه اړخيزه مرستې ته وده وركولو كښې خوښې لري۔ نړيوال او سيمه ايز تناظر تر نظر لاندې ساتلو سره د پاكستان او مصر اړيكو لا قوي كولو ته اړټيا ده۔ ده ووئيل تجارت، سیلګري او سرمایه كارۍ په څانګو كښې د يو بل د تجربو څخه بشپړه استفادہ كېدې شي۔ ده ووئيل پارلمانی سفارتكاری كارولو سره په اولسي كچه د اړيكو لا قوي كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د پاكستان زدكونكو لپاره جامعه الازهر كښې د سكالر شپس د لارې اعلیٰ تعلیم ترلاسه كولو موقعې دې پیدا كړې شي۔ده ووئيل مسلمانان دا مهال د خپلو كښې د اختلافاتو ښكار دي، مسئلې به د خبرو اترو د لارې حل كول وي۔ جنګ د مسئلو حل نه دې۔ ده ووئيل د مسلمانانو اتحاد لپاره به په ګډه هڅې كول وي۔ د مصر سفیر د پاكستان او مصر اړيكې مخ په وړاندې بوتللو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل دوه اړخيزه مرستې ته د ودې وركولو پراخه ګنجائش شته۔
متعلقہ مضامین
-
Govt to file reference in SC for interpretation of Article 63-A: Fawad
-
Second phase of 10-day Sports gala concludes
-
Vote of party dissident MNAs not to be counted under Article 63-1A: Fawad
-
Warmer temperature expected in coming days: PMD
-
Khan standing firm: Shahbaz Gill
-
Taliban welcomes UN’s continued Afghanistan presence
-
Over 2500 students participated in human flag activity at F-9 Park
-
PMD forecast rain for various parts of country
-
Undemocratic tactics being used to overthrow govt: Minister
-
25 professional beggars arrested during crackdown
-
Astronomy camp commences at IST
-
PRCS, NDMA ink MoU to boost cooperation