اسلام آباد ۔ 25 جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي پاكستان سېلګرو له عدن باغ دے۔ د هېواد په 70 كلنه تاريخ كښې په اولني ځل 175 هېوادونو لپاره اي وېزه معارفي كوو۔ د سفارتي كارډ موده مو يو كال څخه درې كاله كړې شوې ۔ 50 هېوادونو ته د وېزه آن آرائيول آساني وركوو۔ د وېزې نوې پالېسۍ سره به پاكستان كښې لوې بدلون رامخې ته شي۔ هڅه ده چې سېلګري د نوي پاكستان بنياد جوړ شي۔ د وزیراعظم عمران خان احترام په ټولو فرض دے۔ د چوهدري نثار وېزه پالېسۍ سره پاكستان ته زيان رسېدلې۔ د سندھ زردار په ډوبېدو دي۔ د سندھ اولس او پاكستان ته هېڅ خطر نشته۔ د چا جامې چې د ماډل ټاؤن پېښی په وينو سرې دي هغوي اوس د ساهيوال په پېښه سياست كوي۔ د شهباز شريف په دور كښې ترټولو زيات ماورائے عدالت قتلونه شوي۔ شاهد خاقان عباسي د ګاز څانګه 157 اربه روپۍ قرض سره مخ كړې۔ د جمعې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل پاكستان په 5 مياشتو كښې نوې وېزه پالېسي معارفي كولو له د هېواد په 70 كلنه تاريخ كښې مهم ګام پورته كړې۔ده ووئېل پاكستان سېلګرو لپاره د عدن باغ دے۔ ملائیشیا د سېلګرۍ د لارې بلين ډالره ترلاسه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل برټش امرېکن پاسپورټ لرونكو هندي وګړو ته به د وېزہ آن آرائیول آساني ترلاسه وي۔ د پاكستان نوې وېزه پالېسۍ ترسېوري لاندې ایاټا سره رجسټرډ ټور آپرېټرز به استفاده كولې شي او د ګردې نړۍ څخه د ډلو په صورت به سېلګري پاكستان ته راوستلې شي۔ ده ووئېل تبلیغ لپاره د وېزې موده به 45 ورځې وي او د افغانستان په شمول نورو اسلامي هېوادونو څخه تر ډګري زده كړو ترلاسه كولو له راتلوونكو زده كوؤنكو لپاره به د وېزې موده دوه كاله او د ماسټر كچې زده كوؤنكو وېزې موده به 4 كاله وي۔ ده ووئېل د وېزې نوې پالېسۍ سره به سېلګرو ته د آزاد كشمير ٬ ګلګت بلستان او اوپن كنټونمنټس ته تللو له د اېن او سي اخستلو حاجت نه وي۔ خبريالانو ته به د وېزې آساني د اطلاعات او خپرونو وزارت وركوي۔ وفاقي وزير ووئيل د وزيراعظم ايوان ته د راتللو په مهال چې اپوزيشن كومه رويه خپله كړې هغه د افسوس وړ ده۔ يو خوا وائي وزيراعظم ايوان ته نه راځي او كله چې راشي نو بيا هغه ته پېغورونه كوي۔ وفاقي وزير ووئيل مخالفه ډله بايد د وزيراعظم احترام وكړي۔ ده ووئيل پخوانې حكومت معيشت ته زيات زيان رسولې۔ اوس مونږ ته د معيشت ښه كولو درس راكوي۔ ده ووئيل امريكائي سناتور ګراهم د وزيراعظم د كردار ستائنه كړې۔ نن پاكستان افغانستان كښې
متعلقہ مضامین
-
Schemes launched to empower the unprivileged: Samina Alvi
-
NEPRA Super League Season 5 held at Islamabad
-
59th DHA National Badminton Championship enters final stage
-
HEC hosts consortium of nine universities to identify online courses
-
Khawar reviews spring festival arrangements
-
Experts warn Karachi is five years from traffic disaster
-
PM to embark on Europe tour soon
-
PPP must focus on welfare of Sindh people: Hasaan
-
Pir stabbed to death
-
500-beds new hospital to be set up in Rawalpindi division; Dr Yasmin
-
Car-passenger van collision in Layyah claims 6 lives
-
Opposition’s claims, deadlines against govt. bite the dust: Fawad